CRI Online

د چين د کمونيست ګوند نولسم ملي کانګرس په ترڅ کې د چيني پوځ د پياوړتيا په هکله يوه خبري ناسته جوړه شوه

cri     (GMT+08:00) 2017-10-23 10:07:21

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونيست ګوند د نولسم ملي کانګرس مطبوعاتي مرکز د اکتوبر په ۲۲مه نيټه يوه خبري ناسته جوړه کړه چې عنوان يې و د چيني ځانګړتيا لرونکي پوځ د پياوړتيا بهير کې کلک ګام پورته شوی دی.

د چين د مرکزي پوځي کمېټې د نړيوالې نظامي همکارۍ دفتر درستيزې ليو فانګ د خبريال د پوښتنې په ځواب کې وويل، په تېرو پنځو کلونو کې چين په بېلا بېلو ساحو کې ګړندی پرمختګ تر لاسه کړی، چيني پوځ هم ستر بدلون کړی دی. نو د نولسم ملي کانګرس په راپور کې د پوځ د پياوړتيا له لارې د نوې بڼې د جوړېدو څرګندونه شته.

په نړيوالو چارو کې د چيني پوځ د ګډون په اړه ليو فانګ وويل، د م م د سوله ساتونکو عملياتو په برخه کې چين د امنيت شورا د پنځو دايمي غړو په منځ کې تر ټولو زيات سرتيري ليږدونکی هېواد او عمده پانګه کوونکی هېواد دی. تر اوسه پورې چين بهر ته ۳۶ زره سوله ساتونکي سرتيري ليږدولي دي. برسيره پر دې. چيني پوځ په فعاله توګه په بهر کې د مصيبت ځپلو سيمو او وګړيو د ژغورنې په عملياتو کې ګډون کړی، د عدين خليج سمندري سيمې کې د بېړيو د تګ راتګ امنيت ساتلی او په لوېديځه افريقا کې د ايبولا ويروس سره د مبارزې لپاره مرستې کړي دي، ويل کېږي چې چيني پوځ د نړيوالو ټولنو لپاره د عامه امنيت لا زيات توليدات برابر کړي او کوي يې. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای