CRI Online

د چین د کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس ۵مه خبري غونډه جوړه شوه

cri     (GMT+08:00) 2017-10-23 10:26:51

د چین د کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس ۵مه خبري غونډه جوړه شوه

د چین د کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس ۵ مه خبري غونډه د روانې میاشتې د ۲۲ نیټې په سهار جوړه شوه. د چین د پوهنې وزیر چن باو شنګ په دې خبري ناسته کې وویل چې د اتلسم ملي کانګرس راهیسي د پوهنې د لارو چارو عصري کیدل مخ پر چټکیدو دي او په دې برخه کې پانګونه د جي ډي پي ۴ سلنې ته رسیدلې ده. د ملکي چارو وزیر هوانګ شو شیان وویل چې له اتلسم ملي کانګرس راهیسي مختلفې ملکي څانګې په هراړخیزه توګه د ګوند مرکزي کمیټې او دولتي شورا پریکړې پلی کوي چې د خلکو د ژوند د ضمانت په برخه کې مو د لیدو وړ نتیجې ترلاسه کړي دي. د بشري سرچینو او ټولنیز ضمانت وزیر ین وی مین وویل چې له اتلسم ملي کانګرس راهیسي د ۶۵ ملیونو تنو وګړو د کار پیدا کولو ستونزه مو حل کړې ده. د هستوګنې ، کلیوالۍ او ښاري ابادۍ وزیر وانګ منګ هوی وویل چې له اتلسم ملي کانګرس وروسته د ۸۰ ملیونه بی وزلو وګړو د هستوګنځایونو شرایط ښه شوي دي. د طب او کورنیو لارښوونې ملي کمیټې مشرې لي بین وویل چې له اتلسم ملي کانګرس وروسته د وطنوالو روغتیایي سویه عموماً د منځنیو لوړو عایداتو هیوادونو له منځنۍ سویې سره برابره ده.

---زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای