CRI Online

د چين کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس د رئيسه هئيت درېيمه او څلورمه غونډه تر سره شوه او پکې د دغه ګوند د مرکزي کميټې د غړو، عوضي غړو او د مرکزي کميټې د دسپلين څارونکې کميټې د غړو د نوماندانو د لېستونو مسودې تصويب شوې.

cri     (GMT+08:00) 2017-10-23 19:04:27

د سينهوا اژانس د خبر له مخې،د چين کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس د رئيسه هئيت درېيمه او څلورمه غونډه د اکتوبر د ۲۲مې په شپه او ۲۳مه نېټه په جلا جلا توګه تر سره شوې او پکې د دغه ګوند د مرکزي کميټې د غړو، عوضي غړو او د مرکزي کميټې د دسپلين څارونکې کميټې د غړو د نوماندانو د لېستونو مسودې تصويب شوې او ورپسې به دا مسودې بېلا بېلو هئيتونو ته وړاندې شي. د دغه ګوند عمومي منشي شي جين پينګ د دغو غونډو مشري وکړه.

د معلوماتو له مخې، د دغه کانګرس بېلا بېلو هئيتونو د اکتوبر له ۲۱مې نېټې څخه د يادو دواړو کميټو د نوماندانو هغه ليستونه تر غور او پام لاندې ونيول چې د دغه ګوند د اتلسمې دورې مرکزي کميټې د سياسي بيرو لخوا وړاندې شوي او د دغه کانګرس د رئيسه هئيت لخوا تصويب شوي دي. د اکتوبر د ۲۲مې نېټې په ماسپښين او د ۲۳مې نېټې په سهار د بېلا بېلو هئيتونو عمومي غونډه تر سره شوه او پکې د يادو نوماندانو په اړه ابتدايي رايګري وشوه.

د اکتوبر د ۲۴مې نېټې په سهار به رسمي ريګري تر سره شي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای