CRI Online

د چين د کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس شپږمه خبري ناسته تر سره شوه

cri     (GMT+08:00) 2017-10-24 09:23:55

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس مطبوعاتي مرکز د اکتوبر د ۲۳مې نيټې له غرمې وروسته شپږمه خبري ناسته تر سره کړه چې د دغه کانګرس د مطبوعاتي وياند ګو وې مين په بلنه د چاپيريال د ساتنې وزارت مشر او وزير لي ګان جي او د مرکزي ماليي چارو د لارښوونې ډلې دفتر د مرستيال يانګ وې مين د شنه اقتصاد د پرمختګ د نظريې د عملي کيدو او د ښکلي چين د ابادۍ په هکله مالومات ورکړل او د خبريالانو پوښتنو ته يې ځوابونه ورکړل.

ښاغلي لي ګان جي وويل د چين د کمونېست ګوند د اتلسم ملي کانګرس راهيسي د ايکلوژيکي چاپيريال د ساتنې کارونه له پيژندنې څخه تر عملي کيدو پوري زيات بدلونونه لري. په تېر کال کې د بيجينګ، تيان جين ښارونو او د هه بي ولايت، د يانځه سيند او جو جيانګ سيند په سيمو کې د پي ايم دوه اعشاريه پنځه هوا ککړتيا منځني اندازه د ۲۰۱۳ کال په نسبت څه دپاسه ۳۰سلنه کمه شوه.

ښاغلي يانګ وې مين وويل چې د چين د کمونېست ګوند د اتلسم ملي کانګرس راهيسي په پنځو کلونو کې د چين د ايکلوژيکي تمدن د نظامي اصلاحاتو زياتې لاسته راوړنې تر لاسه کړې دي. د کمونېست ګوند مرکزي جکومت او دولتي شورا د ايکلوژيکي تمدن د ميکانيزم عمومي لايحه طرحه کړه چې له ۲۰۱۵ کال څخه تر ۲۰۱۷ کال پوري د اصلاحاتو په ټاکل شويو ۷۹ دندو کې ۷۳ دندې بشپړې شوې دي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای