CRI Online

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو د دايمي کميټې د نويو غړيو خبري ناسته به په ژوندۍ بڼه خپره شي

cri     (GMT+08:00) 2017-10-24 11:02:49

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د نوې دوري د مرکزي کميټې د سياسي بيورو دايمي کميټې غړي به د اکتوبر په ۲۵مه نېټه د بيجينګ د خلکو په لوي تالار کې له چيني او بهرنيو خبريالانو سره مرکې وکړي.

د چين نړيواله راډيو به په چيني، انګليسي او روسي ژبو د يادې غونډې په مناسبت د راډيوګانو، ويبپاڼو او د ChinaRadio په نامه د اې پي پي له لارې ژوندۍ خپرونې ولري.

د چين نړيوالې راډيو د پښتو څانګه به دChinaNews په نامه د اې پي پي او د فيسبوک پاڼه د دغې غونډې ژوندی بهير خپور کړي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای