CRI Online

چين د لومړي ځل لپاره د ښکلي هېواد د جوړولو موخه وټاکله

cri     (GMT+08:00) 2017-10-24 16:35:56

د چين کمونيست ګوند د نولسم ملي کانګرس په راپور کې ايکولوژيکی چاپېريال د دوولسو ځلو لپاره ياد شوي. په دې راپور کې د لومړي ځل لپاره د شتمن، ډيموکراتيک، متمدن، هوسا او ښکلي عصري سوسياليستي هېواد د جوړولو موخه وټاکله شوه. دا لومړی ځل دی چې د هېواد د ابادۍ په موخه کې د ښکلا دغه کليمه درج شوې. د اکتوبر په ۲۳مه نيټه د دې کانګرس په مطبوعاتي مرکز کې د مرکزي مالي او اقتصادي لارښووني ګروپ د دفتر مرستيال مدير يانګ وې مين او د چاپيريال ساتنې وزير لي ګان جيې په يوه خبري ناسته کې کورنيو او بهرنيو خبريالانو ته د ښکلي چين د جوړولو په اړه مالومات او راتلونکی مهم کارونه معرفي کړل.

په دې وروستيو کلونو کې دغه نظريه چې وايي، پاکه هوا او ښکلی چاپيريال خزانه ده، په چين کې يوه مروجه اصطلاح ده. د چاپېريال ساتنې وزير لي ګان جيې وويل، په تېرو پنځو کلونو کې چين کې د ايکولوژيکی چاپېريال پرمختګ پنځه بې ساری غټ برياليتوبونه تر لاسه کړي. ده وويل

((لومړی دا چې د ايکولوژيکي چاپېريال ساتنې د اهميت پېژندنه ډېره ژوره شوېده. دوهم دا چې د ککړتيا د لرې کولو لپاره زياتې هڅې ترسره شوي . په هوا، اوبو او ځمکې کې د ککړتيا د لرې کولو درې عملي پلانونه ټاکل شوي دي. درېيم دا چی د چاپېريال ساتنې ډېر نوي نظامونه اعلان شويدي. د اصلاحاتو د ژورتيا په اړه مرکزي لارښوونکي ګروپ د ايکولوژيکي چاپېريال د ساتلو په هکله څه باندې ۴۰ لايحې تر مشورې وروسته تصويب کړې چې د چاپېريال د کيفيت د ښه والي لپاره يې هڅونکی رول لوبولی دی. څلورم دا چې د قانون له مخې د نظارت او ادارې کچه ډېره لوړه شوېده. پنځم دا چې د چاپېريال د کيفيت د ښه والي سرعت ډېر چټک شوی دی. ))

وزير لي ګان جيې وويل، چين په خپل هېواد کې د چاپېريال د ککړتيا مسئلو د لرې کولو په عين وخت کې هم په فعاله توګه د نړيوال چاپېريال په اداره کې ګډون کړی او کوي يې. تر اوسه پورې چين د ايکولوژيکی چاپېريال په اړه په څه باندې دېرشو څواړخيزو تړونونو يا پروتوکلونو کې د ګډون غوښتنې منظورې کړې او له اقليمي بدلون سره د مبارزې په اړه يې د نړيوالې همکارۍ لارښوونې کړې چې په ګرده نړۍ کې د ايکولوژيکی چاپېريال د جوړولو مهم ګډون کوونکی، خدمت کوونکی او لارښوونکی ګرځېدلی دی.

د يادولو وړ ده چې د ايکولوژيکی تمدن د ساتلو نظام اصلاحات د نولسم ملي کانګرس په راپور کې درج شول. د مرکزي مالي او اقتصادي لارښووني ګروپ د دفتر مرستيال مدير يانګ وې مين وويل، په چين کې د ايکولوژيکی تمدن د ساتلو نظام اصلاحات د اقتصادي نظام د اصلاحاتو په نسبت وروسته پاتې دي، ډېر عملونه په نورو هېوادونو کې نه دي تطبيق شوي. چين به ژر تر ژره د ايکولوژيکې چاپېريال ساتلو په برخه کې د نظامونو کمزوتياوې پوره کړي. ده وويل

((د ايکولوژيکی چاپېريال د ساتلو په برخه کې د څو ارګانونو پر غاړه منطبقې دندې اساسا نه دي تشخص شوي. زما په اند، تر ټولو لويه مسئله دا ده چې زموږ حکومت بايد په راتلونکو څو کلونو کې په پوره توګه اړونده څارنه پياوړې کړي. بله خوا د بازاري نظام رول په پوره توګه نه دی کارول شوی يعنې هڅوونکی ميکانيزم دې په هراړخيزه توګه بشپړ شي. مثلا څنګه د ککړتيا له کمښت څخه لا هم ګټه تر لاسه کيدای شی؟ د ياد نظام جوړونه زياتې هڅې ته اړتيا لری چې دا به هم د اصلاحاتو د راتلونکی پړاوو مهم ټکی وی. ))

د نولسم ملي کانګرس په راپور کې په څرګنده توګه ليکل شوي چې د چين د عصري کيدو بهير د انسان او طبيعت ترمنڅ د همغږی موجوديت بهير هم دی او هم بايد د ښکلي ژوند په هکله د وګړو د اړتياوو د پوره کولو لپاره لا زيات مادی او معنوی دولتونه جوړ شي او هم بايد د غوره ايکولوژيکی چاپيريال په نسپت د وګړو د اړتياوو د پوره کولو لپاره لا زيات ښه ايکولوژيکی توکی توليد شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای