CRI Online

د چين کمونېست ګوند په نولسم ملي کانګرس کې د دغه ګوند د نوې دورې مرکزي کميټه وټاکل شوه او په نوې زمانه کې د چيني ځانګړتيالرونکي سوسياليزم په اړه د شي جين پينګ افکار د دغه ګوند په منشور کې شامل شول.

cri     (GMT+08:00) 2017-10-24 17:11:47

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين کمونېست ګوند اوه ورځنی نولسم ملي کانګرس د اکتوبر د ۲۴مې نېټې په سهار په بېجينګ کې پای ته ورسېد. په دغه کانګرس کې د ښاغلي شي جين پينګ په شمول د۲۰۴ غړو او ۱۷۲ کانديدانو په ګډون د دغه ګوند د نوې دورې مرکزي کميټه او د ۱۳۳ غړو په شمول د دغه ګوند د مرکزي کميټې د ډسپلين څارونکې کميټه وټاکل شوه. دغه راز، په دغه کانګرس کې د دغه ګوند د منشور تعديل نامه هم تصويب شوه چې په نوې زمانه کې د چيني ځانګړتيالرونکي سوسياليزم په اړه د شي جين پينګ افکار په نوي منشور کې شامل شول.

په دغه کانګرس کې د دغه ګوند د اتلسمې مرکزي کميټې په استازيتوب د ښاغلي شي جين پينګ راپور تصويب شو. دغه راپور په نوې زمانه کې د دغه ګوند تر لارښوونې لاندې د چين د بېلا بېلو قومونو د خلکو لخوا پر چيني ځانګړتيالرونکي سوسياليزم د ټينګار کولو سياسي اعلاميه او عملي اساسنامه ده. دغه راز، دغه کانګرس د يوه پريکړه ليک په تصويبولو سره د دغه ګوندد اداري له لوري د فساد پرضد د مبارزې په برخو کې د دغه ګوند د اتلسمې دورې مرکزي کميټې د ډسپلين څارونکي کميټې لخوا تر لاسه شوي برياليتوبونه وستايل.

په ياد کانګرس کې ګڼ استازي په دې اړه يووالي ته ورسيدل چې په نوې زمانه کې د چين ځانګړتيالرونکي سوسياليزم په اړه د شي جين پينګ افکار له مکسيزم او لېنينيزم، ماو ځه دونګ مفکورې، دنګ شياو پينګ تيورۍ، د ۳ استازيتوب مهمې مفکورې او علمي پرمختيايي نظريې سره يو ځای د چين کمونېست ګوند د عملي لارښوونې په توګه وټاکل شي.

ښاغلي شي جين پينګ د دغه کانګرس د پای ته رسېدو مراسمو مشري وکړه.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای