د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ځمکنۍ کرې کتونکي سازمان۱۴ مه کلنۍ غونډه او اړوند فعاليتونه د اکتوبر له ۲۳مې نيټې نه تر ۲۷مې نيټې پورې د امريکا په واشينګټن کې تر سره کېږي. د چين پلاوي په ۲۴مه نيټه د يادې غونډې په ځای کې د چيني ورځې په نوم فعاليتونه تر سره کړي او د ځمکنۍ کرې د څارنې په برخه کې يې د چين عمده لاسته راوړنې او برياليتوبونه ښودلي دي.
د چين د علم او تخنيک وزارت مرستيال هوانګ وی په دغه فعاليت کې څرګنده کړه: چين د يو لوی پرمختيايي هېواد په حيث غواړي چې لا زياتې نړيوالې دندې پر غاړه واخلي، له سترو نړيوالو ناورينونو سره به فعاله مقابله وکړي، د نورو پرمختيايي هېوادونو لخوا د اړوند توان له پياوړتيا څخه به ملاتړ وکړي، د ځمکنۍ کرې له کتونکي سازمان سره به لا زياتې بسپنې وکړي او په اسيا او ارام سمندر سيمه کې به د ځمکنۍ کرې د عمومي کتونکي سيستم ابادي پرمخ بوزي.
په همدې ورځ د چين لخوا د ځمکنۍ کرې د عمومي کتونکي سيستم (له ۲۰۱۶-۲۰۲۶ کال نه )يو ۱۰ کلن اجرائيوی پلان هم خپور شو چې بېلا بېلو هېوادونو ته د ټولنې، اقتصاد او چاپېريال د دوام لرونکي پرمختګ په اړه د همکارۍ يو ډګر برابر شي. د دې تر څنګ چين اعلان وکړ چې د کاربن دوه اکسايد د څارنې په برخه کې د خپلې لومړۍ سپوږمکۍ شمېرې له نړيوالې ټولنې سره شريکې کړي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |