CRI Online

په چين کې د ترکيې لوي سفير: د چين کمونېست ګوند ۱۹ ملي کانګرس د چين او نړۍ د سمسورتيا او ثبات لپاره ډېر اهميت لري.

cri     (GMT+08:00) 2017-10-25 09:44:23

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، په چين کې د ترکيې لوي سفير علي مرات ايرسوي د اکتوبر په ۲۴مه نېټه په بېجينګ کې د چين نړيوالې راډيو له خبريال سره يوه کتبي مرکه وکړه. هغه وويل، چې د چين کمونېست ګوند ۱۹ ملي کانګرس چې په همدې ورځ پای ته ورسېد، د نړۍ د پاملرنې وړ دی. په دغه کانګرس کې د پنځو کلونو کارونه راغونډ شوي او راتلونکې تګلاره او لايحه طرحه شوې ده، نو دغه کانګرس د چين او نړۍ د سمسورتيا او ثبات لپاره ډېر اهميت لري.

نوموړي وويل، چې په تېرو پنځو کلونو کې چين د دواړو سليزو کلنو موخو د تر سره کولو لپاره، په تېره بيا د شتمنې ټولنې د ابادۍ، د اصلاحاتو د ژورتيا او د فساد ضد د مبارزې په برخو کې ستر زيار ايستلی دی او د اقتصاد چټک پرمختګ او د خلکو ژوند يې ښه والی موندلی دی. د چين حکومت به د چاپېريال ساتنې او د برابري پرمختګ د پياوړتيا په ساحو کې د ستونزو په ليرې کولو سره نوي تدبيرونه ونيسي. په تېرو پنځو کلونو کې چين د يو کمربند او يوې لارې په شمول يو لړ ستر وړانديزونه او افکار وړاندې کړي دي. ترکيه د يو کمربند او يوې لارې له وړانديز څخه ملاتړ کوي، دغه وړانديز به نه يوازې د چين داخلي زور پياوړی کړي، بلکې په نړۍ کې به د چين اغيزه لوړه کړي. دا د نړۍ د سمسورتيا او ثبات لپاره هم ګټوره ده. دغه راز، د اسيا د اساسي تاسيساتو د پانګونو بانک او د ورېښمو لارې د صندوق په شمول د نوو ارګانونو جوړېدل به د نړيوال پرمختګ لپاره نوی خوځنده ځواک وګرځي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای