CRI Online

د چين کمونېست ګوند د ۱۹مې دورې مرکزي ديسپلين څارونکې کمېټې د لومړۍ عمومي غونډې ابلاغيه خپره شوه.

cri     (GMT+08:00) 2017-10-25 12:23:39

د اکتوبر په ۲۵مه نيټه د چين کمونېست ګوند د ۱۹مې دورې مرکزي ديسپلين څارونکې کمېټې د لومړۍ عمومي غونډې ابلاغيه خپره شوه.

په دغه ابلاغيه کې راغلي چې د چين کمونېست ګوند د ۱۹مې دورې مرکزي ديسپلين څارونکې کمېټې د ۲۰۱۷ کال د اکتوبر په ۲۵مه نيټه په بېجينګ کې خپله لومړۍ عمومي غونډه تر سره کړه. ښاغلي جاو له جي د يادې غونډې مشري وکړه.

د يادې کمېټې ۱۳۳ غړي ټول په دغه غونډه کې ګډون کړی. په دغه غونډه کې د يادې کمېټې منشي، مرستيالان او د دايمي کمېټې غړي ټاکل شوي چې وروسته به د منظورۍ لپاره د ګوند مرکزي کمېټې ته وړاندې شي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای