CRI Online

د ځينو هېوادونو او ګوندونو مشرانو د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د عمومي منشي په توګه د شي جين پينګ د ټاکل کېدو په مناسبت د تلېفوني خبرو او پېغامونو له لارې مبارکي څرګنده کړه

cri     (GMT+08:00) 2017-10-28 16:50:34

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ځينو هېوادونو او ګوندونو مشرانو د چين د کمونېست ګوند د نولمسې دورې مرکزي کميټې د عمومي منشي په توګه د شي جين پينګ د ټاکل کېدو په مناسبت د تلېفوني خبرو او پېغامونو له لارې مبارکي څرګنده کړه.

د افغانستان د اسلامي يووالي ګوند مشر او د سولې عالي شورا مشر عبدالکريم خليلي د مبارکۍ په پېغام کې ويلي، چې د نوې زمانې لپاره د چيني ځانګړتيا لرونکي سوسياليسم په اړه د شي جين پينګ مفکوره غني ارزښت لري چې هوښياري تګلارې او پلانونه پکې شامل دي، او په نړۍ کې د ټولو مظلومو خلکو په وړاندې د مسئلو او ستونزو د حل لپاره ګټوره ده.

د پاکستان د مسلم لينګ ( ن ) مشر او ولسمشر ممنون حسين د مبارکۍ په پېغام کې ويلي، دا تاييده شوې چې د شي جين پينګ له خوا وړاندې شوې د يو کمربند او يوې لارې غوښتنه د انساني مسئلو د حل اغېزمن پلان دی. د پاکستان حکومت او خلک هيله لري چې له چينايانو سره اوږه په اوږه پر مخ لاړ شي او د انساني برخليک د ګډې ټولنې د ابادۍ لپاره ګډې هڅې وکړي.

د پاکستان د مسلم ليګ ( ن ) مشر او صدراعظم شاهد حقان عباسي د مبارکۍ په پېغام کې ويلي، باور لرم چې د شي جين پينګ په مشرۍ به چينايان د چين له اقتصادي ابادۍ څخه لا زياتې ګټې واخلي او د چيني ملت د بيا سمسورتيا خوب به پوره کړي.

د افغانستان د اسلامي ملي جبهې مرستيال ګيلاني، د افغانستان د اسلامي هڅونې ټولنې مشر او د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني او د افغانستان د کارګرو د پرمختګ ګوند مشر اميد هم شي جين پينګ ته د مبارکۍ پېغامونه وليږلي دي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای