CRI Online

د چين د دوولسمې دورې د ملي ولسي کانګرس دايمي کميټې دېرشمه غونډه پرانيستل شوه

cri     (GMT+08:00) 2017-10-31 10:02:07

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دوولسمې دورې د ملي ولسي کانګرس دايمي کميټې دېرشمه غونډه د اکتوبر په ۳۰مه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شوه. د دايمي کميټې مشر جانګ ده جيانګ د دې غونډې مشري او وينا يې وکړه. د پرانيستونکې غونډې اجنډا د چين د کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس د روحيې زده کړه او پلې کول وو.

جانګ ده جيانګ په خپله وينا کې دې ته اشاره وکړه چې د چين د کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس روحيې زده کړه او پلې کول د ګوند او هېواد لومړۍ سياسي دنده ده. موږ بايد د ګوند د نولسم ملي کانګرس روحيې د زده کړې، سيستماتيک ادراک او پلې کولو لپاره کوښښونه وکړو، د ګوند د نولسم ملي کانګرس د روحيې سره سم دې د نظريو يووالي ته ورسيږو، د ټاکل شويو دندو د پوره کولو لپاره دې کاري ځواکونه راغونډ کړو او د ګوند د مرکزي کميټې پر مهمو پريکړو او پلانونو دې ټينګار وکړو.

نوموړي وويل، چې د ولسي کانګرس نظام د چين د کمونېست ګوند پر مشرۍ، د خلکو د ارادې او د قوانينو سره سم د هېواد د ادارې اصلي سياسي نظام دی. د ملي ولسي کانګرس دايمي کميټه بايد د شي جين پينګ په مرکزيت د ګوند د مرکزي کميټې پر مشرۍ ټينګار وکړي او د ګوند د نولسم ملي کانګرس له خوا د ټاکل شويو پلانونو سره سم دې کارونه تر سره کړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای