CRI Online

د قاسيم برېښنابند لومړی جنراتور په کار ولوېد

cri     (GMT+08:00) 2017-11-30 09:25:02

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين او پاکستان تر منځ په اقتصادي دهليز کې د انرژۍ په باب د لومړۍ لويې پروژې يعنې د قاسيم برېښنابند لومړی جنراتور چې د جوړېدو چارو يې دېرش مياشتې وخت ونيوه، د نومبر په نهه ويشتمه نېټه په کار ولوېد.

د پاکستان صدراعظم د دې جنراتور د کار لوېدو په مراسمو کې وويل، دغه جنراتور چې د پاکستان او چين تر منځ د دوستۍ د نوي تړاو په توګه بلل کيږي، پاکستان ته به ډېره پاکه او ارزانې برېښنا ورکړي او پاکستانيانو ته به ګټې ورسوي. په راتلونکې کې به د چين او پاکستان تر منځ په اقتصادي دهليز کې لا زياتې پروژې بشپړې شي د پاکستان د لا سمسورتيا سبب به وګرځي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای