CRI Online

ښاغلی شي جين پينګ: مختلف هېوادونه دې په انټرنيټي شبکه کې د حاکميت په درناوي کولو او د همکارۍ روحيې په نيولو سره د انټرنيټ او ډيجټال اقتصاد د ګړندي موټر په چلولو سره پرمختګ ومومي.

cri     (GMT+08:00) 2017-12-03 16:22:29

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د انټرنيټي شبکې څلورمه نړيواله غونډه د دسمبر د درېيمې نېټې په سهار د چين د جه جيانګ ولايت په وو جن علاقه دارۍ کې پرانيستل شوه. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ دغې غونډې ته د مبارکۍ پيغام ولېږه. هغه په دغه پېغام کې د چين د حکومت او خلکو په استازيتوب او تر خپل عنوان لاندې د دغې غونډې د پرانيستلو او د بېلا بېلو هېوادونو د استازو، د نړيوالو ارګانونو د مسؤلينو، کارپوهانو او د تصديو د خاوندانو تود هر کلی وکړ. هغه هيله څرګنده کړه چې ټول برخوال د ګډو نظريو په ژورتيا سره د انټرنيټ او ډيجټال اقتصاد په برخو کې همکارۍ او تبادلې پياوړې کړي، تر څو د بېلا بېلو هېوادونو خلک د انټرنيټ له پرمختګ څخه ګټه واخلي.

په دغه پيغام کې راغلي چې نن ورځ د مخابراتي تخنيک په استازيتوب په ساينس، تخنيک او توليدي چارو کې د نوي پړاو انقلاب روانېږي چې دا د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ لپاره خوځنده ځواک دی. په عين وخت کې مختلف هېوادونه د انټرنيټ د پرمختګ له امله د حاکميت، امنيت، پرمختګ او ګټو په برخو کې له زياتو ننګونو سره مخامخ دي. په ټوله نړۍ کې د انټرنيټ د اداري سيستم اصلاحات په کليدي وخت کې دي او په انټرنيټي شبکه کې د برخليک د ګډې ټولنې ابادول د نړيوالې ټولنې ګډ نظر ګرځېدلی دی. موږ غواړو د څلورو اصولو او پنځه فقيره ييز وړانديز په رڼا کې له نړيوالې ټولنې سره يو ځای د انټرنيټي حاکميت درناوی وکړو او د همکارۍ روحيه خپره کړو، تر څو د ګډو مشورو له لارې ګډ پرمختګ ومومو، ګډ امنيت وساتو، ګډه اداره وکړو او ګډې ګټې واخلو.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو دايمي غړي او د دغې کميټې د سرکريت منشي وانګ هو نينګ په دغو پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او يوه وينا وکړه.

د تايلنډ د صدراعظم د مرستيال، د مغوليستان د صدراعظم د مرستيال، د م م د سرمنشي د مرستيال، د اپو شرکت د اجرايه مشر او د علي بابا شرکت مشر په شمول چارواکو او استازو په جلا جلا توګه په دغو مراسمو کې ويناوې وکړې. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای