CRI Online

د ۲۰۱۸ کال د چين د مرکزي کميټې لومړی نمبر سند خپور شو

cri     (GMT+08:00) 2018-02-05 15:49:41

له نوې پيړۍ راهيسې په چين کې د کليو،کرهنيزو چارو او د بزګرانو کارونو د لارښوونې په اړه د چين کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د پنځلسم لومړی نمبر سند د فبرورۍ په ۴مه نېټه خپور شو چې په کې په هراړخيزه توګه د کليو د سمسورولو ستراتيژي ځای پر ځای شوې او په نوې زمانه کې د کليو د سمسورتيا لپاره د چين لوړ ډيزاين ګرځېدلی دی.

د ياد سند عنوان د کليو د سمسورولو د ستراتيژۍ په هکله د چين کمونېست ګوند د مرکزي کميټې او د دولتي شورا نظريې دي چې په هراړخيزه توګه د کليو د سمسورولو ستراتيژي د پلي کېدو لپاره اړوندې نظريې،دندې،تګلارې او غوښتنې ټاکل شوې دي.

په ياد سند کې ويل شوي چې د کليو د سمسورولو ستراتيژي پلي کېدل د خلکو په ژوند کې د زياتيدونکو اړتياوو او د نابرابر پرمختګ تر منځ د اختلافاتو د حلولو، د دوو سليزو موخو د پوره کولو او د ټولو خلکو د ګډې شتمنۍ د رامنځته کولو لپاره اړينې غوښتنې دي.د چين د کرهنيزو علومو اکاډمۍ کارپوه چين فو وويل چې په ياد سند کې د لومړي ځل لپاره د کرهنيزو چارو او د کليو پرمختګ ته لومړيتوب ورکړل شوی.له دې څخه څرګندېږي چې د چين کمونېست ګوند مرکزي کميټې او دولتي شورا په دايمي توګه د کليو،کرهنيزو چارو او د بزګرانو کارونو ته په ډېره درنه سترګه ګوري.هغه زياته کړه چې په دې وروستيو کلونو کې په چين کې د کرهنې او د کليو د ابادولو کارونو يو لړ برياليتوبونه تر لاسه کړي دي،خو د کرهنيزو چارو د پرمختګ کيفيت لوړ نه دی او د بزګرانو عايدات د ښاريانو سره لاهم فاصله لري.د روان کال د لومړي نمبر په سند کې ويل شوي چې د کليو د سمسورتيا ستراتيژۍ د پلي کېدو له لارې به د ښارونو او کليو د ګډ پرمختګ او د ښارونو او کليو ترمنځ اړيکو د همغږۍ او د دواړو خواوو ترمنځ واټن د کمولو لپاره ګټور وي.

ښاغلي چين فو وويل چې د حکومت د لارښوونې او د عمومي کنټرول له لارې به په راتلونکي کې په هراړخيزه توګه د کرهنيزو چارو د پرمختګ لپاره خوځنده ځواک برابر شي او د کرهنيزو چارو د پرمختګ کيفيت د لوړتيا او د سيالي توان د پياوړتيا لپاره به ستر رول ولوبوي.

د روان کال د لومړي نمبر په سند کې د کرهنيزو چارو د پرمختګ کيفيت د لوړتيا،په کليو کې د شين رنګ پرمختګ،د کرهنيز کولتور د سمسورتيا،د کليو ادارې د نوي سيسټم د جوړېدو او د بزګرانو د ژوند د ضمانت سويې د لوړېدو په اړه کارونه ځای پر ځای شوي دي او د بېوزلۍ د له منځه وړلو محتويات هم په کې شاملېږي.د بېجينګ د دارالمعلمين پوهنتون د بېوزلۍ د له منځه وړلو د چيني کارونو په اړه د انسټيټوټ مشر جانګ چي وويل چې له ۲۰۲۰ کال مخکې د بېوزلۍ د له منځه وړلو کارونه د چين د کليو د بيا ابادۍ په ستراتيژۍ کې يوه عمده دنده ده او په راتلونکي کې په کليو کې د شين رنګ پرمختګ د رامنځته کېدو او د کرهنيزو چارو د کيفيت پرمختګ د لوړتيا لپاره مهمه ضميمه هم ده.ښاغلي جانګ وويل چې تر ۲۰۲۰ کال وروسته د نسبتي غربت موضوع ښايي کليدي اصل وي چې د کليوالي سمسورتيا پر سرعت او مؤثريت به اغېزه وکړي.

د چين کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د لومړي نمبر په سند کې ويل شوي چې بايد د کليو د ابادۍ لپاره د چيني پر ځانګړتيا لرونکي سوسياليستي لار ټينګار وشي ،بايد تر ۲۰۲۰ پورې د کليو د سمسورولو کارونه ستر پرمختګونه تر لاسه کړي او نظامي چوکاټ او د تګلارو سيسټم بايد په بنسټيزه توګه بشپړ شي او تر ۲۰۵۰ کال پورې بايد په هراړخيزه توګه د کليو د سمسورتيا موخه پوره او تر سره شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای