CRI Online

شي جين پينګ په دا ليانګ غره کې د يي قوم ميشتو وګړو د حال احوال پوښتنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2018-02-12 16:42:12

د چين د دوديز پسرلني اختر په درشل کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ سه چوان ولايت ته ولاړ . د يوولسمې نېټې په سهار شي جين پينګ د دغه ولايت په دا ليانګ شان سيمه کې د يي قوم د بېوزلو وګړو د حال احوال پوښتنه وکړه او ځايي چارواکو ته يې د بېوزليتوب د له منځه وړلو لارو چارو په اړه لارښوونې وکړې.

د همدې ورځې په سهار د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سه چوان ولايت د ليانګ شان د يي قوم خودمختارې سيمې له مرکز شي چانګ ښار څخه د موټر په وسيله حرکت وکړ او وروسته له د دوو ساعتونود جاو جوي ولسوالۍ سان هه کلي او هو پو کلي ته ورسيد. شي جين پينګ د دغو دوو کليو د بېوزلو کورنيو د احال احوال پوښتنه وکړه او د کليوالو له استازو ، د بېوزلو خلکو

له مرستندويه ډلو سره يې خبرې وکړې. شي جين چينګ وويل:

((د يي قوم خلکو په ليدو ډېر خوشحاله شوم، دا له اوږدې مودېراهيسې زما اميدو چې دلته راشم. د خلکو د نيکمرغه ژوند زموږ د هڅو هدف دی ، په نسبتأ شتمنه ټولنه کې د هيڅ يو قوم، هيڅ يوه کورنۍ او هيڅ يو سړی نه شي پاتې کېدای.((

د جاو جوي ولسوالۍ په سان هه کلي کې رئيس شي جين پينګ د کليوال جي هاو يه چيوکور ته ننوت، دا يوه بېوزلې کورنې وه. کله چې رئيس شي جين پينګ خبر شو چې د دغې کورنۍ لس کلنه ماشومامه سندره ويل خوښوي، بيا يې له هغې نه وپوښتل چې يوه سندره راته ووايه، ښه ؟ ماشومې په خوشحالۍ سره ځواب ورکړ، سمه ده! ورپسې ماشومې يوه سندره وويله چې په ښوونځي کې يې زده کړې او نوم يې و، بيرغ ډېر ښکلی دی. په کور کې هر يو کس د نجلې له ښکلي اواز ډېر متاثر شو. شي جين پينګ دغې کورنۍ ته وويل،

((ډېر خوشحاله يم چې ستاسو ژوند ورځ تر بلې ښه کيږي، هيله لرم چې ټول ماشومان نيکمرغه ژوند ولري.))

د يي قوم يوې سپين سرې شي جين پينګ ته وويل ، چې پخوا هغه ناروغه شوې وم،او فکر مې کاوه چې ناروغي مې د شيطانونو له امله ده ، وروسته د کلي چارواکو را ته وويل چې شيطان د صحت نه ساتلو امله رامنځته شوی ويروس او ميکروب دی، که ژوندانه عادتونه بدل شي او صحت ښه وساتل شي، نو ناروغۍ به کمې شي. شي جين پينګ سپين سرې ته وويل،

(( واقعأ پخوا شيطانان شته وو،بېسوادي ، وروسته پاتې کيدنه او غريبي هم شيطانان وو. که څپلې ستونزې حل کړئ ،کلتور زده کړئ،ښه صحت وساتئ او ښه ژوندوکړئ، نو شيطانان به وشړل شي.))

کله چې رئيس شي جين پينګ د جاو جوي ولسوالۍ له هو پو کلي څخه ووت،کيوالو اوږد صفونه جوړکړل او په وار سره يې له رئيس شي جين پينګ سره مخه ښه وکړه. د کلي منشي رئيس شي جين پينګ ته د يي قوم جامې ډالۍ کړې او له هغه څخه يې مننه وکړه. شي جين پينګ د يي قومي جامې واغوستې او له کليوالو سره يې خدای پاماني وکړه، په همدې وخت کې ځينو کليوالو قومي سندره وويله او په دې توګه يې د چين له کمونيست ګوند نه مننه او د نيکمرغه ژوند احساسات يې د زړه له تله څرګند کړل.

له ليدنې وروسته شي جين پينګ له ځايي چارواکو نه غوښتنه وکړه، چې د خلکو نيکمرغه ژوند دې د خپلې هڅې هدف وبولي او د دې لپاره دې نه ستړی کېدونکي کوښښونه وکړي. هغه وويل،

((د بېوزليتوب له منځه وړل د ګوند د بنسټيزو څانګو پياوړتيا ته اړتيا لري. د کلي منشي او کاري ډلې بايد زيات کوښښونه وکړي او په رښتيني ډول د خلکو نيکمرغه ژوند د خپلو هڅو هدف وبولي.((

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای