CRI Online

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ۱۳مې دورې ملي کميټې لومړۍ عمومي غونډه به د مارچ له ۳مې نېټې نه تر ۱۵مې نېټې پورې تر سره شي.

cri     (GMT+08:00) 2018-03-02 18:36:38

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ۱۳مې دورې ملي کميټې لومړۍ عمومي غونډه به د مارچ د ۳مې نېټې د ماسپښين په ۳ بجو په بېجينګ کې پرانيستل شي. د دغې غونډې وياند وانګ ګوه چينګ د فبرورۍ په ۲مه نېټه د خلکو په لوی تالار کې له چيني او بهرنيو خبري رسنيو سره اړوند معلومات شريک کړل.

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د سږنۍ کلنۍ غونډې عمده اجنډاوې داسې دي چې د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د دايمي کميټې کاري راپور او د وړانديزونو د لټولو کار په اړه راپور به واوري او وارزوي، د ۱۳مې دورې ملي ولسي کانګرس په لومړۍ عمومي غونډه کې به ګډون وکړي، د حکومت کاري راپور او نور راپورونه واوري او پرې بحث به وکړي، د اساسي قانون پر تعديل نامې او د څارنې قانون پر مسودې به بحث وکړي، د چين د ولسي سياسي مشورتي منشور تعديل نامه او د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ۱۳مې دورې ملي کميټې د لومړۍ غونډې پريکړه ليک او راپور ارزونه به وکړي، د دغه کنفرانس د ۱۳مې دورې ملي کميټې رئيس، مرستيال، سرمنشي او دايمي غړي به انتخاب کړي.

وياند وانګ ګوه چينګ وويل، چې د دغې غونډې لپاره د تياريانو کارونه بشپړ شوي دي. د دغې غونډې پرانيستونکي مراسم، د پای مراسم او مباحثوي غونډې به چيني او بهرنيو خبريالانو پر مخ خلاصې وي او سږ کال به د دغه کنفرانس د غړو سره د مطبوعاتو درې ځله ډله ييزې مرکې تر سره شي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای