CRI Online

شي جین پینګ پر دې ټینګار وکړ چې د څو ګوندونو همکاري او سوسیالیستي دېموکراتیک سیاست وکړي

cri     (GMT+08:00) 2018-03-05 09:01:23

شي جین پینګ پر دې ټینګار وکړ چې د څو ګوندونو همکاري او سوسیالیستي دېموکراتیک سیاست وکړي

د چین د دولت رئیس شي جین پینګ د روانې میاشتې د ۴ مې نیټې له غرمې وروسته د ولسي سیاسي مشورتي کنفرانس د ۱۳ مې دورې ملي کمیټې په لومړۍ غونډه کې د دېموکراتیکې اتحادیې، جي ګونګ ګوند، غیرګوندي ټولنې، په بهر کې د اوسیدونکو چینایانو ټولنې له غړیو سره لیدنه کتنه وکړه او د دوی په ګډه ناسته کې یې ګډون وکړ.

هغه پر دې ټینګار وکړ چې په دې حال کې د چین ځانګړتیا لرونکي سوسیالیزم نوې زمانې ته داخل شوی، موږ باید په ټینګه سره د چین د کمونست ګوند په مشرۍ د څو ګوندونو پر همکارۍ او سیاسي مشورتي سیستم ټینګار وکړو، باید د څو ګوندونو د همکارۍ امتیازي رول ولوبوو او باید سوسیالیستي دېموکراتیک سیاست پرمخبوزو ترڅو چې د سمسورې ټولنې د هراړخیزې ابادۍ د کلیدي بریالیتوب لپاره ګډ کوششونه وکړو.

د چین د کمونیست ګوند د مرکزي کمیټې د سیاسي بیورو د دایمي کمیټې غړي او د ولسي سیاسي مشورتي کنفرانس د ۱۳ مې ملي کمیټې د لومړۍ غونډې لپاره د رئیسه ګروپ مشر وانګ یانګ هم په یاده غونډه کې ګډون کړی و.

شي جين پيڼګ د دېموکراتیکې اتحادیې، جي ګونګ ګوند، غیرګوندي ټولنې، په بهر کې د اوسیدونکو چینایانو ټولنې له غړیو سره لیدنه کتنه وکړه

---زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای