CRI Online

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې غړی يو مين هونګ: عصري تخنيک د تعليمي مساوات لپاره ګټور دی

cri     (GMT+08:00) 2018-03-06 11:23:31

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې غړي يو مين هونګ د مارچ په ۵مه نېټه د دغې کميټې د مختلفو ډلو د غونډو په ترڅ کې خبريال ته وويل، د عصري تخنيک پرمختګ د تعليمي مساوات لپاره ګټور دی.

يو مين هونګ وويل، د عصري تخنيک له لارې د تعليمي سرچينو برابرول مهم مضمون دی. د انترنېټ د ځيرکو توليداتو او د ۵م نسل د مخابراتي تخنيک په وسيله د تعليم غوره سرچينه کليو ته ورسولی شي تر څو تعليمي مساوات تر لاسه شي.

نوموړي هم دا رنګه وويل، په راتلونکي کې به د غږيزې او ويډيويي تدريسي لارې چارې لوی پرمختګ ومومي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای