CRI Online

په چين کې د څو ګوندونو د همکاريز نظام تطبيق د نړۍ د ګوندونو او سياستونو د پرمختګ لپاره د چين پوهې او خدمتونه

cri     (GMT+08:00) 2018-03-07 16:26:11

اوس د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ۱۳مې دورې ملي کمېټې لومړۍ غونډه په بېجينګ کې روانه ده. د چين د څو ډيموکراتيکو ګوندونو د مرکزي کمېټو مشرانو د مارچ په ۶مه نېټه وويل، د چين د څو ګوندونو د همکاريز نظام تطبيق او پرمختګ ځينو هېوادونو ته د چين د ګوندونو د همکاريز نظام نوی شکل او د ګوندونو ترمنځ د اړيکو نوې بڼه ښودلې چې د نړۍ د ګوندونو او سياستونو د پرمختګ لپاره د چين لايحه او پوهې برابروي.

د چين د کمونېست ګوند تر مشرۍ لاندې د څو ګوندونو د همکارۍ او سياسي مشورتي نظام د چين د يو بنسټيز سياسي نظام په توګه د چينايانو يو ستر سياسي نوښت دی او د چيني ځانګړتيا لرونکی نوی ډول سياسي نظام هم دی. په دې وروستيو ورځو کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د چين د مرکزي پوځي کمېسيون مشر شي جين پينګ د ياد نظام په هکله دوې ويناوې وکړې او د ياد نظام د تطبيق په بهير کې يې نوې غوښتنې وړاندې کړې.

د روانې میاشتې په شپږمه نېټه د چين د ملي ابادۍ د ديموکراتیکې ټولنې رئيس هاو مینګ جين په يوه مطبوعاتی ناسته کې وويل

(( زما په اند د یاد نظام نویوالی دا دی چې دغه نِظام یوازی په چین کې رامنځته شوی او د دې نظام د تطبیق په رڼا کې نوی سیاسی شکل، اړیکې او د هېواد د اداره کولو نوې بڼه جوړه شوې او د ډله ایزې لارښوونې د تحقق ، د ډیموکراسۍ د تطبیق او د هیواد په لويو چارو کې د بیلا بیلو ټولنو د ځواکونو د راغونډولو ښیګڼې ترسره شوې دي. ))

د چين د ملي ابادۍ ديموکراتیکه ټولنه د چين له اتو ډيموکراتيکو ګوندونو څخه یوه ده. د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس په ملي کمېټې کې د دې ټولنې غړو د سږنۍ ناستې لپاره څه باندې ۳۰ وړانديزونه وړاندې کړل. په چين کې د ډيموکراتيکو ګوندونو دندې په سياسي چارو کې ګډون او مشوره کول، د سياسي چارو څارنه کول او د چين د کمونېست ګوند په مشرۍ سياسي مشورو کې برخه اخيستل دي.

د چين ډيموکراتيکه ټولنه څه باندې دوه لکه پنځه نوي زره غړي لري او په دې جمله کې زياتره يې په کلتوري، علمي تخنيکي او تعليمي کارونو لګيا دي. د دې ټولنې د مرکزي کمېسيون رئيس دينګ جونګ لي وويل

((د چين د څو ګوندونو په همکاريز نظام کې واکمن ګوند له ډيموکراتيکو ګوندونو سره يو ځای د چيني ملت د پرمختګ په اړه پلانونه ټاکي او مشورې کوي.))

شي جين پينګ د روانې مياشتې په ۴مه نېټه د ډيموکراتيکې ټولنې، د جه ګونګ دانګ ګوند، د غيرګوندي شخصيتونو او له نورو هېوادونو څخه خپل وطن ته د ستنېدونکو چينايي اوسېدونکو ټولنې د هغو غړو د حال احوال پوښتنه وکړه چې د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس په لومړۍ غونډه کې يې ګډون کړی. شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې د چين د کمونېست ګوند پر لارښوونې ټينګار کول د ډيموکراسۍ له لاسه ورکول نه دي، د لا پراخې او اغېزمنې ډيموکراسۍ ته رسېدل او پيدا کول دي.

د چين د ډيموکراتيکې پياوړتيا ټولنې د مرکزي کمېسيون رئيس څای دا فنګ د ډيموکراتيکې څارنې دندې د ترسره کولو په اړه ژور احساسات لري. هغه دوه کاله مخکې د بېوزلۍ د له منځه وړلو کارونو د ترسره کولو پر مهال حالات ياد کړل. هغه وخت د دې ټولنې کارکوونکو له نږدې د بېوزليو سيمو د وګړيو حالات وليدل او د اړوندو تګلارو د ټاکنې او تطبيق په بهير کې د ډېرو موضوعاتو په اړه رښتينې نظريې او اغېزمن وړانديزونه وړاندې کړي وو چې ځيني يې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د مشرانو ځوابونه تر لاسه کړي او په عين وخت کې اړوندو ادارو دوی ته منونکې رويې او همغږی کړې ده. څای دا فنګ وويل،

(( له اوږدې مودې راهيسې، د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې د ډيموکراتيکو ګوندونو لخوا د څارنې دندې ترسره کېدو ته ډېره پاملرنه کړې او کوي يې، د دغې ډيموکراتيکې څارنې دندې د ترسره کېدو د ضمانت لپاره يو لړ نظامونه موجود دي.))

د چين د جه ګونګ دانګ ګوند د مرکزي کمېټې رئيس وان ګانګ وويل، ډيموکراتيک ګوندونه بايد د کمونېست ګوند او د دولت د مرکزي دندو په اړه ډيموکراتيکې څارنې ترسره کړي. ده وويل

(( زه د ډيموکراتيک ګوند د غړي او د علمي تکنالوژۍ وزير په توګه بايد اساسي يونيټونو ته لاړ شم چې د وګړيو د ژوند په اړه ريښتني مالومات ووينم او وپېژنم او په کليوالو سيمو کې د بېوزلۍ د له منځه وړلو کارونه په ښه توګه د ترسره کولو لپاره خدمتونه وکړم. دا د کمونېست ګوند او د دولت د مرکزي دندو په اړه ډيموکراتيکې څارنې د ترسره کولو يوه عملي بېلګه ده. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای