CRI Online

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميسيون د سياسي بيورو د دايمي کميټې اوو غړيو په جلا جلا توګه د ديارلسمې دورې د ملي ولسي کانګرس په لومړۍ غونډه کې د ځينو پلاويو په بحثونو کې ګډون وکړل

cri     (GMT+08:00) 2018-03-08 11:08:01

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميسيون رئيس شي جين پينګ، د کمونېست ګوند د مرکزي کمييټې د سياسي بيورو د دايمي کميسيون غړي او صدراعظم لي که چيانګ، د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو د دايمي کميسيون غړيو لي جان شو، وانګ يانګ، وانګ هو نينګ، جاو له جي او هان جنګ د مارچ په ۷مه نېټه د ديارلسمې دورې د ملي ولسي کانګرس په لومړۍ غونډه کې د ځينو پلاويو په بحثونو کې ګډون وکړ.

شي جين پينګ د ګوانګ دونګ ولايت د پلاوي په غونډه کې ګډون کړی و، د صنعني چارو د نوښت او د استعداد لرونکو کسانو د پرمختګ په اړوند د استازي يوان يو يوي د وينا له اوريدلو وروسته يې وويل چې پرمختګ لومړيتوب اهميت لري، استعداد لرونکي کسان د پرمختګ لومړۍ سرچينه ده او نوښت لومړۍ هڅونکې قوه ده.

لي که چيانګ د جه جيانګ ولايت د پلاوي په بحث کې ګډون کړی و او د استازو د ويناوو له اوريدلو وروسته يي وويل په دې غونډه کې وړاندې شوې د اساسي قانون د تعديل وړانديز د کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس روحيې د عملي کولو يو مهم تدبير دی چې په ټينګار سره ه به د اساسي قانون له مخې هېواد اداره کړي او سياسي چارې تر سره کړي او نوموړي په پوره توګه د اساسي قانون له تعديل نامې سره موفقه وکړه.

لی جان شو، وانګ يانګ ، وانګ هو نينګ، جاو له جي او هان جنګ په جلا جلا توګه د بيجينګ، تايوان، ګوی جو ولايت، جاينګ سو ولايت او تيان جين ښار د پلاويو په بحثونو کې ګډون وکړ.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای