CRI Online

چين به د اقتصاد او ټولنې په هره ساحه کې د مصنوعي دماغي تخنيک د پياوړتيا لپاره هڅې وکړي.

cri     (GMT+08:00) 2018-03-10 15:44:34

د چين د ساينس او تخنيک وزير وان ګانګ د مارچ په لسمه نېټه په بېجينګ کې وويل، چين به د مصنوعي دماغي تخنيکي پروژو لارښوونه او اصول خپاره کړي، تر څو د اقتصاد او ټولنې په هره ساحه کې دغه تخنيک پياوړی شي. همدارنګه چين به د مصنوعي دماغي تخنيک په برخه کې له نړيوالو ارګانونو سره د چيني تصديو او اکاډميو له همکارۍ څخه ملاتړ وکړي، څو چې داسې تصدۍ او اکاډمۍ به په کليدي او مهمو ساحو کې خپل اغيزمن رول ولوبوي.

تېر کال چين د نوي مصنوعي دماغي تخنيک د پرمختګ لايحه خپره کړې ده چې په لوړه کچه د دغه تخنيک پرمختيايي پلان ډيزاين کړی دی. وزير وان ګانګ وويل، چې دغه تخنيک بايد د کليدي تخنيک او بنسټيزې څېړنې په مناسبت په هره ساحه کې وکارول شي، ترڅو هر کس او تصدۍ ورڅخه ګټه واخلي. د چين کارپوهان او څيړونکي د مصنوعي دماغي د څيړنيزې صحنې په جوړولو بوخت دي، تر څو دغه تخنيک د اټوماټ موټرونو، مصنوعي دماغي ترافيک، د طبي تصوير د څيړنې، ګړندي اورګاډي او هوايي ميدانونو په برخو کې وکارول شي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای