CRI Online

انځورونه: د چين د ساينس او تخنيک وزير د سي ار ای راډيو د خبريال پوښتنې په ځواب کې وويل چې چين د ساينس او تخنيک پر له پسې اصلاحاتو ته اړتيا لري.

cri     (GMT+08:00) 2018-03-10 15:44:02

د مارچ په لسمه نېټه د ديارلسمې دورې ملي ولسي کانګرس د لومړۍ غونډې په يوه خبري ناسته کې د چين نړيوالې راډيو خبريال د چين د ساينس او تخنيک له وزير وان ګانګ څخه يوه پوښتنه وکړه چې بايد له کومې لارې د هڅونې او ارزونې نظام اصلاحات پياوړي شي؟ وزير وان ګانګ په ځواب کې ورته وويل، چې سږ کال د چين د حکومت په کاري راپور کې ليکل شوي چې د نوښت د هڅونې او ارزونې تګلاره دې بشپړه او تطبيق شي او د کارونو ارزونه بايد د پايلو له مخې تر سره شي. هڅونه او ارزونه دايمي کارونه دي، نو زموږ د ساينس او تخنيک نظام داومدارو اصلاحاتو ته اړتيا لري. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای