CRI Online

چين له ۲۴ هېوادونو او سيمو سره ۱۶ ازاد سوداګريز تړونونه لاسليک کړي دي.

cri     (GMT+08:00) 2018-03-11 21:09:37

د چين د سوداګرۍ معين او په نړيوالو سوداګريزو خبرو اترو کې د چين مرستيال استازي وانګ شوه وين د مارچ په يوولسمه نېټه په بېجينګ کې وويل، چين له ۲۴ هېوادونو او سيمو سره ۱۶ ازاد سوداګريز تړونونه لاسليک کړي دي. د ازادې سوداګرۍ خبرې اترې او د سوداګرۍ نړيوال سازمان خبرې اترې يو د بل سره پياوړې کوي. چين د څواړخيزو سوداګريو له خبرو اترو څخه ملاتړ کوي.

نوموړي د چين د ديارلسمې دورې ملي ولسي کانګرس د لومړۍ غونډې په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د چين او ازادو سوداګريزو ملګرو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې د پرمختګ سرعت د غير ازادو سوداګريزو ملګرو په پرتله چټک دی. د بېلګې په توګه، تېر کال د چين او جنوب ختيځې اسيا هېوادونو ټولنې ترمنځ د سوداګريو اندازه له پنځه سوو مليارډو امريکايې ډالرو څخه زياته وه چې دغه شمېر د دواړو خواوو ترمنځ د ازاد سوداګريز تړون د لاسليکېدو د کال په پرتله شپږ ځله زيات شوی و.

هغه په دې نظر دی چې د ازادې سوداګرۍ خبرې اترې د څواړخيزو خبرو اترو لپاره مثبت رول لوبوي. که څه هم اوس د څواړخيزې سوداګرۍ نظام له ځينو ستونزو سره مخامخ دی، خو چين له څواړخيزو سوداګريزو خبرو اترو څخه ملاتړ کوي. (غوټۍ)

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای