CRI Online

د چين د ۱۳مې ملي ولسي کانګرس د لومړۍ غونډې د ټولو غړو درېيمه غونډه تر سره شوه

cri     (GMT+08:00) 2018-03-11 21:29:35

 

 

 

 

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د ۱۳مې ملي ولسي کانګرس د لومړۍ غونډې د ټولو غړو درېيمه غونډه د روانې مياشتې د ۱۱مې نيټې په ماسپښين د خلکو په لوی تالار کې تر سره شوه او پکې د چين د ولسي جمهوريت د اساسي قانون د تعديل نامې مسوده تصويب شوه.د ۱۲مې دورې ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې تر صلاحيت لاندې د دې کميټې مشر جانګ ده جيانګ د دايمي کميټې کاري راپور وړاندې کړ.

د شي جين پينګ ،لي که چيانګ ،لي جان شو،وانګ يانګ ، وانګ هو نينګ ، جاو له جي او هان جنګ په شمول مشرانو په دې غونډه کې ګډون وکړ.

 ۲۹۶۴ تنو استازو په دې غونډه کې ګډون درلود. ياده مسوه د ۲۹۵۸ موافقو،۲ مخالفو او ممتنعو رايو په تر لاسه کولو سره تصويب شوه.

د چين د ۱۳مې دورې د ملي ولسي کانګرس د لومړۍ غونډې رئيسه ډلې په همدې ورځ د دې مسودې د خپرولو او پلي کولو اعلان وکړ.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای