CRI Online

شي جين پينګ د ولسي ازادي بخښوونکي پوځ او د وسلوالو پوليسو د هيئت په عمومي غونډه کې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2018-03-13 10:17:33

 

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د مرکزۍ کميټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي نظامي کميټې رئيس شي جين پينګ د مارچ د ۱۲مې نېټې په سهار کې د چين د ۱۳مې دورې د ملي ولسي کانګرس د لومړۍ غونډې د ولسي ازادي بخښوونکي پوځ او د وسلوالو پوليسو د هيئت په عمومي غونډه کې وويل، د پوځ او ملکيانو د يو ځای پرمختګ ستراتيژي د دولتي ستراتيژيک سيستم او توان د يو ځای کولو لپاره او په نوې دورې کې د پوځي پياوړتيا په برخه کې د کمونېست ګوند د هدف لپاره يوازينی انتخاب دی. پکې بايد د ستراتيژي لارښوونې رول ټينګ شي، اصلاحاتو او نوښت ته بايد پياوړتيا ورکړي، پوځي او ځايي برخې بايد همکارۍ نورې هم زياتې وکړي، وظيفې بايد په ښه ډول تر سره شي، په نوې دورې کې بايد هڅه وشي چې د پوځ او ملکيانو يو ځاي پرمختګ تر سره کړي او په پوځي برخه کې د چيني خوب د پلي کولو لپاره ټينګې محرکې قواوې او ستراتيژيک ملاتړ برابر کړي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای