CRI Online

د چين د کولتوري چارو وزير لو شو ګانګ: د کولتوري ميراثونو د ساتلو کارونه بايد پياوړي شي

cri     (GMT+08:00) 2018-03-13 16:48:06

 

د چين د کولتوري چارو وزير لو شو ګانګ د مارچ په ۱۳مه نېټه په بيجينګ کې وويل د کولتوري ميراثونو د ساتلو کارونه بايد نور هم پياوړي شي.

لو شو ګانګ د ديارلسمې دورې د ملي ولسي کانګرس په لومړۍ غونډه کې له وزيرانو سره د مرکو په مطبوعاتي مرکز کې وويل د کولتوري ميراثونو د ساتنې په وخت کې بايد د کولتوري ميراثونو حالت تنظيم شي او سرچينې يې پيدا شي. د تاريخي اثارو ساتلو په برخه کې دې د دندو ميکانيزم عملي شي، بي مسئولانه کسانو ته بايد سزا ورکړی شي، د تاريخي اثارو د تحريب کوونکو پر وړاندې دې مبارزه وشي او په قانوني توګه دې د تاريخي اثار وساتل شي. د غير مادی کولتوري ميراثونو د ساتلو په برخه کې بايد لومړۍ د ژغورنې او توليدولو په دوو برخو کې کوښښ وشي چې د غير مادي کولتوري ميراثونه په اوسنې زمانه او ژوند کې يوه برخه ونيول شي، څو خلک وکولی شي په ساده ډول د کولتوري ميراثونو سيل وکړي.

اوس په چين کې ۷ لکه او ۶۷۰ زره نه نقليدونکي تاريخي اثار، ۱۰۸ مليونه نقليدونکي تاريخي اثار او ۸لکه ۷زره غير مادي کولتوري ميراثونه شته. د چين ۵۲ کولتوري اوطبيعي ميراثونه د م م د يونيسکو سازمان د نړيوالو ميراثونو په لست کې شامل دی چې په نړۍ کې دويم مقام نيسي او ۳۹ غير مادي کولتوري ميراثونه د م م د يونيسکو سازمان د غير مادي کولتوري ميراثونو په لست کې شامل دی چې په نړۍ کې لومړۍ مقام نيسي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای