CRI Online

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ۱۳مې دورې ملي کميټې لومړۍ غونډه پای ته ورسيده

cri     (GMT+08:00) 2018-03-15 11:28:46

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ۱۳مې ملي کميټې لومړۍ غونډه د روانې مياشتې په ۱۵مه نېټه په بېجينګ کې پای ته ورسيده.د رئيس شي جين پينګ په شمول د چين ګوندي او حکومتي مشرانو د دې غونډې د پای په مراسمو کې ګډون وکړ.د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس نوی ټاکل شوی مشر وانګ يانګ په خپله وينا کې پردې ټينګار وکړ چې ولسي سياسي مشورتي کنفرانس بايد په جدي توګه د چين د کمونېست ګوند د ۱۹مې دورې ملي ولسي کانګرس د روحيې زده کړه وکړي،په نوې زمانه کې د چين د خصوصيت لرونکي سوسياليزم په هکله د رئيس شي جين پينګ افکار دې د بېلا بېلو کارونو د مرامنامې په توګه وبولي،د چين د کمونېست ګوند پر مشرۍ او د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس پر مقام دې ټينګار وکړي او په جدي توګه دې خپلې دندې پر غاړه واخلي تر څو په نوې زمانه کې ولسي سياسي چارې نوي پړاو ته ورسيږي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای