CRI Online

د چين د ۱۳مې دورې ملي ولسي کانګرس په لومړۍ غونډه کې د نوې دورې د دولت رئيس وټاکل شو

cri     (GMT+08:00) 2018-03-17 15:41:04

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د مارچ د ۱۷مې نېټې په سهار د چين د ۱۳مې دورې ملي ولسي کانګرس په لومړۍ غونډه کې شي جين پينګ د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميټې د رئيس په توګه وټاکل شو.په عين وخت کې لي جان شو د چين د ۱۳مې دورې ملي ولسي کانګرس د دايمي چارو کميټې د مشر او وانګ چي شان د چين د دولت رئيس د مرستيال په توګه وټاکل شول.

د همدې ورځې سهار په ۹ بجو د ۱۳مې دورې ملي ولسي کانګرس د لومړۍ غونډې پنځمه عمومي ناسته د خلکو په لوي تالار کې تر سره شوه.شي جين پينګ،لي که چيانګ،لي جان شو،وانګ يانګ ،وانګ هو نينګ،جاو له جي او هان جنګ په ياده غونډه کې ګډون درلود.په غونډه کې د رايې ورکولو له لارې د دولتي شورا د ارګانونو د اصلاحاتو د لايحې په اړه د ۱۳مې دورې ملي ولسي کانګرس د لومړۍ غونډې پرېکړه تصويب شوه او د ۱۳مې دورې ملي ولسي کانګرس د لومړۍ غونډې د ټاکنو او د دندو د ټاکل کېدو لارې چارې هم د رايې ورکولو له لارې تصويب شوې.

د لوړې په وخت کې د رئيس شي چپ لاس په اساسي قانون باندې ښی لاس يې لوړ نيولی و او و يې ويل چې د چين اساسي قانون ته به وفاداروم،د اساسي قانون واکنمني به ساتم،قانوني دندې به پلې کوم،د هېواد او خلکو لپاره به وفاداري کوم،خپلې دندې به په صداقت تر سره کړم ،د خلکو څارنه به ومنم او د شتمن،ديموکرات، مدني، هوسا او ښکلي سوسياليستي عصري غښتلي هېواد د جوړېدو لپاره به کوښښ وکړم.

تر هغه وروسته لي جان شو او وانګ چي شان هم په جلا جلا توګه لوړه وکړه او د ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې د نوي ټاکل شوي د رئيس مرستيال او سرمنشي په يو ځايي توګه لوړې وکړې.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای