CRI Online

شي جین پینګ په ټولو رايو سره د چین د دولت رئیس په توګه وټاکل شو

cri     (GMT+08:00) 2018-03-17 18:16:57

 

شي جین پینګ په ټولو رايو سره د چین د دولت رئیس په توګه وټاکل شو

د روانې میاشتې د ۱۷ مې نیټې په سهار د ۱۳ مې دورې د ملي ولسي کانګرس د لومړۍ غونډې په یوه بې نامه رایګیرۍ کې شي جین پینګ په ټولو رایو سره د چین د ولسي جمهوریت د دولت رئیس او د مرکزي پوځي کمیسیون د رئیس په توګه وټاکل شو. ورپسې د نږدې ۳۰۰۰ تنو استازیو په حضور کې هغه د چین د ملي ولسي کانګرس په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د اساسي قانون سره سمه د دولت رئیس لوړه وکړه.

په یاده غونډه کې لي جان شو د ۱۳ مې دورې د ملي ولسي کانګرس د دایمي کمیټې د مشر په توګه او وانګ چي شان د دولت رئیس د مرستیال په توګه هم وټاکل شول.

په یاده غونډه کې د حکومت د ارګانونو د اصلاحاتو پلان هم منظور شو. د ټولو برنامو له بشپړیدو وروسته د ۱۳ مې دورې د ملي ولسي کانګرس لومړۍ غونډې هم د لومړي ځل لپاره د اساسي قانون سره سمه لوړه وکړه. ستر واکمن ارګان په ۲۰۱۴ کال کې د اساسي قانون د لوړې میکانیزم له پلی کیدو راهیسې د لومړي ځل لپاره دغسې لوړه وکړه.

رئیس شي جین پینګ په یادو مراسمو کې خپل کیڼ لاس پر اساسي قانون او خپل ښی لاس یې پورته نیولی چې لوړه یې وکړه :

زه سوګند کوم: د چین ولسي جمهوریت اساسي قانون ته به وفادار یم، د اساسي قانون صلاحیت به ساتم، قانوني دندې به مې پلې کوم، وطن او خلکو ته به وفادار یم، تر وسې پورې به خپل مسؤلیت ادا کوم، شفافه حکومتوالی به کوم، د خلکو نظارت به منم او د سمسور، متمدن، دېموکراتیک، همغږي او ښکلي، عصري او غښتلي سوسیالیستي هېواد د ابادۍ لپاره به هلې ځلې کوم!

لوړه کوونکی، شي جین پینګ.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای