CRI Online

په بهرکې چيني اوسيدونکي او چيني الاصله بهرنيان د چين د نوې دورې په مشرتابه باوري دي

cri     (GMT+08:00) 2018-03-19 10:51:55

د سينهوا اژانس د خبر له مخې،د مارچ په اوولسمه نېټه د چين د ملي ولسي کانګرس د ديارلسمې دورې ملي کمېټې په لومړۍ غونډه کې د چين د نوې دورې مشرتابه وټاکل شول. شي جين پينګ په ټولو موافقو رايو د دولت رئيس، د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د پوځي کمېسيون د رئيس په توګه وټاکل شو.په بهر کې چيني اوسيدونکو او چيني الاصله بهرنيانو په دې هکله څرګنده کړه چې د چين د نوې دورې له مشرتابه څخه به په ټينګه ملاتړ وکړي او ډاډمن دي چې د نوې دورې مشرتابه به د ټولو چينايانو په مشرۍ نسبتاً شتمنۍ ټولنه جوړه کړي او د سوسياليستي او عصري هېواد د سرتاسري ابادۍ نوی پړاو به پيل کړي.

په افغانستان کې د چيني تصديو ټولنې مشرې منګ شياو لي وويل، په دې وروستيو کلونو کې د چين د کمونېست ګوند تر ټينګې لارښوونې لاندې د چين د اصلاحاتو، ورخلاصون او د سوسياليزم د عصري کېدو په برخو کې تاريخي لاسته راوړنې لري. موږ په خپل وطن وياړو او ډاډه يو چې د نوې دورې مشرتابه تر مشرۍ لاندې به د هېواد بېلابېلې چارې د نوې او چټکې ودې مرحلې ته داخلې شي.

په امريکا کې د چيني اوسيدونکو مشهورې فانګ لي بانګ چين وويل، چې د چين د ليدو وړ برياليتوبونو عمده لامل ټينګه مشري،د ټولو قومونو ګډ نظرونه او د ودې لپاره ګډه هڅه ده. باور لري چې د نوې دورې مشرتابه به د چينانانو په مشرۍ نوې ګدامونه پورته کړي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای