CRI Online

لي که چيانګ: د چين د ورخلاصون دروازه به نوره هم خلاصه شي

cri     (GMT+08:00) 2018-03-20 12:05:26

د چين صدراعظم لي که چيانګ د مارچ په شلمه نېټه په بېجينګ کې له چيني او بهرنيو خبريالانو سره په ناسته کې وويل، چې د تېرو ۴۰ کليونو راهيسې د چين له خوا تر لاسه شوي اقتصادي او ټولنيز برياليتوبونه له ورخلاصون سره نه بېلېدونکې اړيکې لري، چينايانو له ورخلاصون څخه رښتينې ګټې تر لاسه کړې، ورخلاصون د چين اصلي دولتي تګلاره ده، چين به په پر له پسې توګه ازادې سوداګريزې لارې چارې وساتي او د ورخلاصون دروازه به نوره هم خلاصه کړي.

نوموړي وويل، چې چين غواړي په لا خلاص سلوک سره د وارداتي سوداګريزو توکو د مالياتو عمومي سويه لا ټيټه کړي. چين به په راتلونکو کې د زيات عمرلرونکو د پالنې، طبي چارو، ښوونې او پولي چارو په شمول خدمتي صنعتونو ته د ننوتلو محدوديت کم کړي. چين به په هراړخيزه توګه د توليدي صنعت بازار خلاص کړي او د پوهنې د ملکيت حق ساتنه به پياوړې کړي.

نوموړي وويل، چې د چين حکومت د هڅو لوری دا دی چې ډول ډول چيني او بهرنۍ تصدۍ د ۱ مليارډ ۳۰۰ مليونو چينايانو په بازار کې عادلانه سيالي کولی شي، څو چې چيني مشتريان نور زيات انتخابونه ولري او د چين د توليداتو او خدمتونو کيفيت او سويه لوړه شي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای