CRI Online

لي که چيانګ: چين په خوښۍ دا ليدلي چې د کوريا په ټاپووزمه کې د حالاتو د ارامتيا تمايل رامنځته شوی

cri     (GMT+08:00) 2018-03-20 12:06:39

د چين صدراعظم لي که چيانګ د مارچ په شلمه نېټه په بېجينګ کې وويل، چين په خوښۍ دا ليدلي چې د کوريا په ټاپووزمه کې د حالاتو د ارامتيا تمايل رامنځته شوی، چين د خبرو اترو له لارې د کوريا ټاپووزمې د ذروي مسئلې د حل لپاره د ګټورو کوښښونو ملاتړ کوي او تر خپلې وسې پورې به له کوريا ټاپووزمې څخه د ذروي وسلو د پاکولو او د دې سيمې د سولې او ثبات د ساتلو لپاره هڅې وکړي.

نوموړي وويل، چين هيله لري چې بېلا بېلې خواوې صميميت څرګند کړي او ګامونه پورته کړي او بېرته د خبرو اترو ميز ته ستانه شي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای