CRI Online

لي جان شو: بايد د اساسي قانون لخوا پر ټاکل شوې د دولت لارښوونکې نظريې ټينګار وکړو

cri     (GMT+08:00) 2018-03-20 14:47:33

د چين د ۱۳مې دورې ملي ولسي کانګرس لومړۍ غونډه د مارچ په ۲۰مه نېټه په بېجينګ کې پای ته ورسېده. د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کمېټې مشر لي جان شو د پای په مراسمو کې وويل، د چين د ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم په اړه د رئيس شي جين پينګ نظريه هغه نظريه ده چې د چين د کمونېست ګوند بايد د اوږدې مودې لپاره پرې ټينګار وکړي، د اساسي قانون د تعديل نامې لخوا ټاکل شوې د دولت لارښوونکې نظريه هم ده. موږ بايد د اساسي قانون لخوا پر ټاکل شوې د دولت لارښوونکې نظريې ټينګار وکړو.

نوموړي وويل، د ۱۳مې دورې ملي ولسي کانګرس او دايمي کمېټه يې بايد په عملي توګه څلور نظريې پياوړې کړي چې ټول مهم کارونه بايد د چين د کمونېست ګوند او د هېواد د کاري چوکاټ له مخې د چين د کمونېست ګوند تر لارښوونې لاندې ترسره شي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای