CRI Online

د چين د ۱۳مې دورې ملي ولسي کانګرس لومړۍ غونډه پای ته ورسيده

cri     (GMT+08:00) 2018-03-20 14:48:07

 

د چين د ۱۳مې دورې ملي ولسي کانګرس لومړۍ غونډه د روانې مياشتې د شلمې نېټې په سهار بېجينګ کې پای ته ورسيده. شي جين پينګ د چين د دولت رئيس په توګه تر بيا ټاکل کېدو وروسته د لومړي ځل لپاره وينا وکړه او پکې يې وويل چې به په وفادارۍ سره له اساسي قانون سره سم خپله دنده تر سره کړي او په دوامداره توګه به د خلکو لپاره خدمتونه وکړي او د خلکو تر نظارت لاندې به د هېواد چارې تر سره کړي.هغه پردې ټينګار وکړ چې په نوې زمانه کې د چين خصوصيت لرونکی سوسياليزم د چين له هر تن سره تړاو لري. يوازې د چين خلک خپل يووالی وساتي او په ګډه سره زيار وباسي،هېڅ ځواک به د چيني خوب د رښتيا کولو د ګامونو مخنيوی ونه شي کړای. (اواز.............) د چين د ولسي جمهوريت د رئيس په توګه زما دندې او مسئوليتونه درانه دي.زه به تل په پوره صداقت سره له اساسي قانون سره سم خپله دنده تر سره کړم او هېواد او خلکو لپاره وفادار او تاعبدار به اوسم .د دې ترڅنګ زه به تر خپلې وسې پورې د خلکو لپاره خدمتونه وکړم او د خلکو تر نظارت لاندې به د هېواد چارې تر سره کړم او د بېلا بېلو استازو او د مختلفو قومونو د خلکو باور او هيلې به نيمګړې نه کړم.

د دې غونډې د پای په مراسمو کې د ملي ولسي کانګرس د شاوخوا دريو زرو استازو پر وړاندې رئيس شي جين پينګ دا ژمنه وکړه. درې ورځې دمخه د چين د دولت رئيس په ټاکنه کې شي جين پينګ د ټولو موافقو رايو په ګټلو سره د چين د ولسي جمهوريت د رئيس په توګه وټاکل شو او يادو استازو دغه ټاکنه په خورا چکچکو يې بدرګه کړله

رئيس شي جين پينګ په خپله وينا کې خلکو ته ډېره پاملرنه وکړه او ټولو حکومتي کارکوونکو ته يې خبرداری ور کړ چې هر څوک چې هره دنده پر غاړه ولري،بايد داسې ياد کړي چې خپل وطن يې د چين ولسي جمهوريت دی او تل دې د خلکو ګټو ته لومړيتوب ورکړي او په پوره صداقت سره دې د خلکو لپاره خدمت وکړي او د خلکو د نيکمرغۍ لپاره دې هڅې وکړي.

هغه په خپله وينا کې د چين زر کلن مدنيت ياد کړ او پردې يې ټينګار وکړ چې په اوږده موده کې د چين خلکو ستره ملي روحيه روزلې چې دا د چين د پرمختګ او د انساني مدنيت لپاره قوي خوځنده ځواک برابر کړی دی.چينايان د نوښت،زيار ايستلو ،يووالي او د خوب د رښتيا کولو په برخه کې ستره روحيه لرونکي دي.هغه وويل (اواز ...........) چينايان باور لري چې که څه هم غر ډېر جګ دی،خو د کوښښونو له لارې هرو مرو لوړې څوکې ته رسيدلی شو.له مدرنې زمانې راهيسې د چيني ملت بيا سمسورتيا د دې ملت ستر خوب دی.د چين خلکو په ټينګې ارادې سره د دې خوب د رښتيا کولو لپاره څه باندې ۱۷۰ کلنې هلې ځلې کړې دي . نن ورځ چينايان لازيات نور باور لري چې د دې خوب د رښتيا کولو توان لري .باور لرم چې که چينايان دغې روحيې ته ادامه ور کړي، هرو مرو به د چيني ملت د بيا سمسورتيا موخه تر سره شي.

هغه پردې ټينګار وکړ چې د هېواد ټول واکونه پر خلکو پورې اړه لري.يوازې خلک باور ولري، نو دغه هېواد به ښه راتلونکې ولري.

د چين د کمونېست ګوند د ۱۹مې دورې په ملي کانګرس کې هغه نقشه ټاکل شوې چې په هر اړخيزه توګه يوه شتمنه ټولنه جوړه شي او د سوسياليستي عصري هېواد نوی پړاو پيل کړي او د چيني ملت د بيا سمسورتيا موخه تر سره شي.رئيس شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه چې د دې نقشې رښتيا کول نوی اوږد مارش دی .مونږ پراوسنيو لاسته راوړنو قناعت نه شو کولی او بايد خپلې دندې او مسئوليت ياد کړو او زمونږ د خپلې سترې موخې د تر سره کولو لپاره دې ډېرې هڅې وکړو.هغه پردې ټينګار وکړ (اواز......) د هېواد د حاکميت او ځمکو د بشپړتيا ساتل او د واحد ملت د موخې تر سره کول د ټولو چينايانو ګډه هيله او د چيني ملت بنسټيزه ګټه ده.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای