CRI Online

شي جين پينګ د چين د ورخلاصون د پرخوالي لپاره څلور تدبيرونه اعلان کړل

cri     (GMT+08:00) 2018-04-10 15:54:51

د بو او اسيايي فورم د ۲۰۱۸ کال کلنۍ غونډه د اپريل د لسمې نيټې په سهار د های نان ولايت په بو او کې پرانيستل شوه. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په پرانيستونکو مراسمو کې خپله وينا کې چيني بازار ته د ننوتلو معيار ټيټولو، د پانګونو لپاره د لا ښه چاپيريال جوړولو، د پوهنې ملکيت حق د ساتنې پياوړتيا او په خپله د وارداتو زياتوالي په اړوند د ورخلاصون پراخوالي لپاره څلور مهم تدبيرونه اعلان کړل او باور يې څرګند کړ چې د چين ورخلاصون به هرومرو يو نوی حالت خلاص کړي.

روان کال د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون له څلويښتمې کاليزې سره برابر دی. رئيس شي جين پينګ د ورخلاصون له لارې د ګډې سمسورتيا جوړونې او د نوښت له لارې د راتلونکې لارښوونې تر عنوان لاندې وينا کې له اصلاحاتو او ورخلاصون راهيسې په چين کې تر لاسه شوي برياليتوبونه او مهمې تجربې راغونډې او بيان کړې او دې ته يې اشاره وکړه چې په چين کې د دوهم انقلاب په توګه د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې نه يوازې چين ته بلکې ټولې نړۍ ته يې ژورې اغيزې رسولې او رسوي يې.

چين د ورپرانيستې په بهير کې د لوی هېواد مسئوليت پر غاړه اخيستی دی. له دننه راجلبولو څخه بهر ته تللی، په نړيوال سوداګريز سازمان کې له ګډون څخه له نورو هېوادونو او سيمو سره په ګډه د يو کمربند او يوې لارې جوړونه کوي، په دې بهير کې چين د اسيايي او نړيوالو پولي بحرانونو سره د مقابلې لپاره ستر رول لوبولی او د څو مسلسلو کلونو لپاره يې د نړيوال اقتصاد په زياتوالي کې له ۳۰ سلنې څخه زيات خدمتونه کړي چې د نړيوال اقتصاد د پرمختګ عمده ثابته وسيله او حياتي ځواک ګرځېدلی او د سولې او ثبات د عملي کولو په برخه کې يې هم هڅونکی رول لوبولی دی.

اوسنۍ نړۍ د نوي پړاو د پرمختګ له سترو بدلونونو سره مخامخ ده او د انسانانو په وړاندې ناثابت لاملونه لا هم زيات دي. د ساينس او تخنيکونو او د صنعتي انقلاب نوی پړاويز انقلاب خلکو او ټولنې ته د پرمختګ نوي فرصتونه او هم ننګونې رسولې دي. په ځينو هېوادونو او سيمو کې خلک د جګړو او نښتو تر سيورو لاندې ژوند کوي او زيات کسان لوږې او بېوزلۍ ځپلي دي. اقليمي بدلون او د سختو ساري ناروغيو خپرېدل او نورې مسئلې لا هم د انسانانو پر وړاندې مهمې ننګونې دې. په دې پيچيلي نړۍ کې د انسانانوي ټولنې راتلونکی چيرې دی؟ رئيس شي جين پينګ وويل په اوسنې نړۍ کې سوله ايزې همکارۍ، ورخلاصون او تګ راتګ، سمون او نوښت د زمانې پرمختګ له څپو سره سمون لري.

له مهال سره سم د پرمختګ او د انسانانو د ګټو زياتوالي په اړه ما انسانی برخليک ګډې ټولنې د جوړولو وړانديز کړی او له اړوندو خواوو سره مې د نظريو تبادله کړې ده. ما په خوشحالۍ سره دا وليدل چې دغه وړانديز د لا ډېرو هېوادونو، خلکو پېژندنې او هرکلی يې کړی دی او د م م په مهم سند کې شامل شوی شي. زه هيله لرم چې د بېلا بېلو هېوادونو خلک سره يو لاس کړي او د انسانانو د ګډ برخليک لپاره هڅې وکړي او په ګډه له سولې، ارامتيا، سمسورتيا، ورخلاصون او ښايست څخه ډکه اسيا او نړۍ جوړه کړي.

له يوې مودې راهيسې د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې په هکله نړيواله ټولنه کې ځيني توپيرونه رامنځته شوي دي. رئيس شي جين پينګ په خپله وينا کې يو ځل بيا پر دې ټينګار وکړ چې د چين د ورخلاصون دروازه به لا پراخه وي او څلور اړوند تدابير يې اعلان کړل. (اواز)

موږ به له نړيوالو اقتصادي او سوداګريزو اصولو سره ونښليږو، شفافيت به پياوړی کړو، د پوهنې ملکيت حق ساتنه پياوړې کړو، د قوانينو له مخې کارونه تر سره کړو، د سياليو هڅونه به وکړو او له انحصار سره به مخالفت وکړو. د روان کال په لومړۍ نيمايې کې به موږ په چين کې د بهرنيو پانګونو د منفي برخو لست د تعد پلانو کارونه بشپړ کړو او په بشپړه توګه به بازار ته د ننوتلو په بهير کې د خپله اتباعو په څېر بهرنيو پانګوالو ته د يو شان چلند ورکولو لست ادارې ميکانيزم عملي کړو. سږ کال به چين د پوهنې ملکيت حق دولتي اداره بيا جوړه کړي، د قانون اجراييوي ځواک به بشپړ کړي او د قانون اجراييوي کارونه به پياوړي کړي او له قانون څخه سرغړونکو کړو وړو ته به زياته سزا ورکړی او د قانون قواوې به پوره پلې کړي. چين کورنۍ او بهرنۍ تصدۍ هڅوي چې د تکنالوژۍ په برخه کې عادي همکارۍ او تبادلې ترسره کړي او په چين کې د بهرنيو تصديو د پوهنې ملکيت قانوني حقونه وساتي. په عين وخت کې چين هم هيله لري چې د بهرنيو هېوادونو حکومتونه د چين د پوهنې د ملکيت حقونو ساتنه پياوړې کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای