CRI Online

د بېجينګ د فلمونو د اتمې دورې نړيوال فېستيوال پرانيستل شو

cri     (GMT+08:00) 2018-04-16 16:43:24

د بېجينګ د فلمونو د اتمې دورې نړيوال فېستيوال د اپريل د ۱۵مې نيټې په ماښام په بېجينګ کې پرانيستل شو چې له اتو کلونو راهيسې دغه فېستيوال ورځ په ورځ خپل مقام او کيفيت لوړ کړی دی او نه يوازې د نړيوالو فلمونو بازار يوه مهمه نښه ګرځيدلې بلکې د فلمونو په برخه کې د چين او نورو هېوادونو تر منځ تګ راتګ او همکارۍ ته مهمه صحنه برابروي.

د امريکا مشهور فلمي ممثل ګرايس موريځ، د ډايريکټرانو چن که شين او وو جينګ او مشهورو ممثلينو لی جيا ين، يوی وين له او تونګ لي يا په شمول د چين او نورو هېوادونو فلمي کارکوونکو د فلمونو په فېستيوال کې ګډون کړی و.

په بېجينګ ښار کې د چين د کمونېست ګوند د کميټې دايمي غړي او د اطلاعاتو څانګې مشر، د ياد فېستيوال د تنظيموونکې کميټې رئيس مرستيال دو فې په پرانيستونکو مراسمو کې وويل چې په ۲۰۱۰ کال کې د بېجينګ د فلمونو نړيوال فېستيوال له جوړيدو راهيسي تل د سرچينو شريکولو او د راتلونکې ګډ هرکلي پر هدف ټينګار شوی او د فلمونو راجلبوونکی توان ښودل، د علمونو قوې راغونډې، د فلمونو جوړولو په چارو کې استعداده کسانو روزل او د فلمونو کولتور سمسور شوی دی. اوسمهال دغه فېستيوال د فلمونو يوه ستره نړيواله غونډه ګرځيدلې چې نړيوالې، مسلکي، نوښتي ځانګړتيا لري او د لوړيدو او نړيوال کيدو په حال کې دی. فلم يوه نړيواله ژبه ده. د بېجينګ د فلمونو په نړيوال فېستيوال کې له څه دپاسه پنځوسو هېوادونو او سيمو د دريو سوو چيني او بهرنيو فلمي څانګو پنځلس زرو ميلمانه پکې برخه لري چې به بېجينګ کې په ګډه د علمونو د پرمختګ په هکله بحثونه کوي او هرومرو به د فلمونو د هنر سمسورتيا هڅونه وکړي.

د بېجينګ د فلمونو نړيوال فيستيوال د ودې بهير د چين د فلمونو د پرمختګ يوه نښه ده. په وروستيو کلونو کې د چين د فلمونو چارو د سمسورتيا او پرمختيا په طلايي موده کې ده او د فلمونو د جوړولو توان په دواملرونکې توګه پياوړی شوی چې د فلمونو له بازار څخه ښې لاسته راوړنې تر لاسه شوې دي. په ۲۰۱۷ کال کې د جنګي لېوه نوم فلم د پنځه بيليارډ شپږ سوه او اتيا مليونو يوانو په ارزښت د ټکټونو عوايد په اتکا د نورو چيني فلمونو په پرتله تر ټولو مخکې و. د ۲۰۱۸ کال په لومړي موسم کې چيني فلمونو ډېر ښه عوايد تر لاسه کړل چې له شل بيليارډ يوانو څخه اوښتي و. د سور سمندر فعاليت په شمول دريو چيني فلمونو ټول د څه دپاسه دوه بيليارډو يوانو عوايد خپل کړي دي. د فلمونو فېستيوال په پرانيستونکو مراسمو کې د دغو فلمونو عمومي جوړوونکو د فلمونو په هکله خپلې نظريې شريکې کړې دي.

د مې ګونګ سيند فعاليت او د سور سمندر عمليات په نوم د دوو فلمونو ډايريکټر لين چاو شيان دا نظر لري چې د واقعيتونو له مخې فلمونه به په راتلونکې يوه موده کې د فلمونو حوړولو په ټولنو کې تودې سرچينې وي. په ډېرو کلونو کې مې د حرکتونو فلمونه واخيستل او اوس د سور سمندر عمليات په فلم کې د جګړو محتويات څرګنديږي. د دغه ډول فلمونو د ثبت بهير ډېر ستړی کوونکی دی. خو زه له دغه ډول فلمونو سره علاقه لرم او هيله لرم چې دغه فلمونه خلکو ته عادلانه قوه او احساس ورسوي. د واقيتونو له مخې فلمونه ما ته ډېر باور رسوي.

د فلمونو دغه فېستيوال به د اپريل له پنځلسمې نيټې څخه تر دوه ويشتمې نيټې پورې تر سره شي چې د تيان تان جايزې ټاکنې، د غوره چيني او بهرنيو فلمونو د ښودنې او د فلمونو په هکله د ديالوګ او سمينارونو په شمول رنګارنګ فعاليتونه تر سره شي. د تيان تان جايرې د ټاکنې کميټې رئيس او د هانکانګ مشهور ډايريکټر وانګ جيا وې وويل زياتو کسانو له ما څخه پوښتنه کوي چې روان کال د جايزې د ټاکنې معيار څه دی؟ زما په اند يو ښه فلم چې هر ډول وي، هرومرو يو همدا ټکی لري چې جوړوونکي فلمونو ته پاملرنه کوي او ټينګې رويې لري. نو روان کال موږ د فلمونو د هنر په هکله د جوړوونکو رويې ته ډېره پاملرنه کوو.

د تيان تان جايزو نتيجه به د اپريل په دوه ويشتمه نېټه د ياد فېستيوال د پای په مراسمو کې اعلان شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای