CRI Online

چين: د يو کمربند او يوې لارې پلان له عصري پرمختګ سره سمون لري

cri     (GMT+08:00) 2018-04-18 20:01:21

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون اينګ د اپرېل په ۱۸مه نېټه د يو کمربند او يوې لارې په اړه د امريکا راپور رد کړ. نوموړې وويل چې د يو کمربند او يوې لارې پلان له عصري پرمختګ سره سمون لري،د بېلا بېلو هېوادونو خلکو ته يې ګټې رسولي او غښتلی خوځنده ځواک او روښانه راتلونکی لري،نو ځکه يې پراخ ملاتړ تر لاسه کړی دی.

وياندې هوا وويل چې د يو کمربند او يوې لارې د ابادولو په بهير کې چين تل بازار تعقيبوي او د بېلا بېلو خواوو ګټو ته په درنه سترګه ګوري او غواړي چې د بېلا بېلو خواوو غوره والی او پټ توان لاپياوړی شي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای