CRI Online

چين په ديپلوماتيکوچارو کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د پرمختګ هڅونې ته ډېره پاملرنه کوي

cri     (GMT+08:00) 2018-04-24 16:10:47

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اپريل په درويشتمه نېټه په بېجينګ کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړيو هېوادونو د خارجه چارو وزيرانو په غونډه کې د برخوالو بهرنيو پلاويو له مشرانو سره ملاقات وکړ. رئيس شي جين پينګ وويل چين په ديپلوماتيکو چارو کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د پرمختګ هڅونې ته ډېره پاملرنه کوي. له يوې مياشت وروسته به د دغه سازمان د غړيو مشران د چين په چينګ داو کې راغونډ شي او يقين دی چې د بېلا بېلو خواوو تر ګډو کوښښونو لاندې به په چينګ داو کې د دغه سازمان سرمشريزه غونډه بريالی شي.

د شانګهای د همکارۍ سازمان سرمشريزه غونډه به د روان کال په جون کې پر ځای شي او دا به د نويو غړيو په شتون کې چې تير کال يې د دغه سازمان غړيتوب تر لاسه کړ، لومړې سرمشريزه غونډه وي. رئيس شي جين پينګ وويل چې د شانګهای د همکارۍ سازمان د جوړولو له اوولسو کلونو راهيسي په ناارامه توګه پرمختګ کړی او تر اوسه پورې يو هراړخيز سيمه ايز سازمان ګرځيدلی دی چې پراخې اغيزې لري. د شانګهای د همکارۍ سازمان غړيو په بېلا بېلو ساحو کې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي، په نړيوالو او سيمه ايزو چارو کې يې مثبت رول لوبولی دی، يو د بل د درناوي کولو، عدالت او د همکارۍ له لارې د ګډو ګټو تر لاسه کولو پر بنسټ يې د نوي شکل نړيوالې اړيکې ټينګې کړې دي او د دغه سازمان نړيوالې اغيزې لا پراخې شوې دي. د سياست، اقتصاد، امنيت، کولتور، ديپلوماتيک تګ راتګ او د ميکانيزمونو ابادۍ په شپږو ساحو کې په دغه سازمان کې د غړيو تر منځ همکاريو په ثابته توګه پرمختګ کړی او ګردې همکاريزې سويې يې په پر له پسي ډول لوړې شوې دي. چين د دغه سازمان پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري او غواړي چې له بېلا بېلو غړيو سره يو ځای د امنيت او ثبات ساتلو، د پرمختيا او سمسورتيا هڅولو او د برخليک د ټينګې ګډې ټولنې جوړولو لپاره کوښښ وکړي.

د روسيې، قرغيزستان، هند او پاکستان خارجه وزيرانو په وار سره په ياده غونډه کې ويناوې او څرګندونې وکړې او ويې ويل چې د بېلا بېلو هېوادونو مشران په چينګ داو کې د شانګهای د همکارۍ سازمان په سرمشريزه غونډه کې ګډون ته په درنه سترګه ګوري او د مشر هېواد په توګه د چين د کارونو ستاينه کوي.

په همدې ورځ رئيس شي جين پينګ د روسيې د بهرنيو چارو له وزير سيرګي لاوروف سره لېدنه وکړه او هيله يې څرګنده کړه چې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د روان کال په جون کې د دغه سازمان په سرمشريزه غونډه کې ګډون ولري. رئيس شي وويل زما او ولسمشر ولاديمير پوتين تر منځ ټينګې کاري اړيکې او ژورو شخصي دوستي جوړه شوې چې دا د دواړو هېوادونو د اړيکو د ټينګښت قوې ضمانت دی. زه هيله لرم چې له پوتين سره يو ځای د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو د ټينګتيا لپاره لارښوونکی رول ولوبوو، په ګډه په نوې زمانه کې د دواړو هېوادونو د اړيکو پرمختګ په اړه پلانونه جوړ کړو او د دواړو هېوادونو خلکو ته ګټې ورسوو. موږ به په ګډه او د شانګهای د همکارۍ سازمان د نورو غړيو له مشرانو سره يو ځای د دغه سازمان د پرمختګ په باره کې ګډې سلامشورې وکړو.

رئيس شي جين پينګ وويل چې چين او روسيه بايد په ذات البيني اړيکو کې د مشرتابه د تګ راتګ په برخه کې د لارښوونکی رول ولوبوي، د دواړو هېوادونو د مشرانو تر منځ ګډې مهمې نظريې عملي کړي، د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ او د اروپا او اسيا د اقتصادي ټولنو تر منځ د همکارۍ هڅونه وکړي، په نړيوالو چارو کې يو له بل سره همکارۍ ټينګې کړي، په ګډه د نړيوالو قوانينو او د نړيوالو په هکله ګډ پيژندل شوي نړيوال اصول وساتي، د شانګهای د همکارۍ سازمان، د بريکس هېوادونو او د شلو هېوادونو د ډلې په شمول چوکاټونو کې همکارۍ ټينګې کړي، له بېلا بېلو هېوادونو سره د نوي شکل د نړيوالو اړيکو ابادي پرمخبوزي او د انسانانو د برخليک ګډه ټولنه جوړه کړي. هغه وويل د روان کال له پيل څخه راپدې خوا د چين او روسيې تر منځ هراړخيزې ستراتيژيکې همکاريزې او دوستانه اړيکې د فعال پرمختګ په حال کې ساتل شوي دي. د دواړو هېوادونو تر منځ د لوړې سويې اړيکې د چين او روسيې ارزښتونه دي او باور لرم چې د دواړو خواوو تر ګډو هلو ځلو لاندې به د چين او روسيې تر منځ اړيکې په پر له پسي توګه نوي پرمختګونه ومومي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای