CRI Online

شي جين پينګ: بايد د يانګ ځه سيند د اقتصادي کمربند د پرمختګ له لارې د هېواد لوړ کيفيت پرمختګ وهڅول شي

cri     (GMT+08:00) 2018-04-27 16:42:27

شي جين پينګ: بايد د يانګ ځه سيند د اقتصادي کمربند د پرمختګ له لارې د هېواد لوړ کيفيت پرمختګ وهڅول شي

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اپريل په ۲۶مه نېټه د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې مشر شي جين پينګ د هو بۍ ولايت په وو هان ښار کې د يانګ ځه سيند د اقتصادي کمربند د پرمختګ د هڅولو مباحثوي غونډه مشري وکړه او پکې يې مهمه وينا وکړه. هغه پر دې ټينګار وکړ، د ياد اقتصادي کمربند د پرمختګ پرمخبيول د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې مهمه پرېکړه او ستراتيژي ده چې د هېواد د پرمختګ له عمومي حالاتو سره اړه لري.

په ښه توګه د دې مباحثوي غونډې د ترسره کولو لپاره رئيس شي جين پينګ د روانې مياشتې په ۲۴مه او ۲۵مه نېټه د هو بۍ ولايت له يي چانګ او جين جو ښارونو، د هو نان ولايت له يوې يانګ ښار او د دريو تنګيو د اوبو له بند څخه ليدنې وکړې او له نږدې نه يې د يانګ ځه سيند د اقتصادي کمربند د پرمختګ ستراتيژۍ د تطبيق حالات ليدلي او پېژندلي.

شي جين پينګ په يي چانګ ښار کې د شينګ فه په نوم شرکت د نويو توکو په صنعتي پارک کې د کيمياوي تصديو د انتقاليدلو، تعديلولو او د بندر د بيا شين کېدو حالات وليدل. هغه وويل تصدۍ د يانګ ځه سيند د ايکولوژيکي چاپېريال د ساتنې او جوړونې عمده ځواک دی، بايد د تصديو دندې پياوړې شي، د تخنيکي تعديل بهير دې چټک شي او وروسته پاتې توليدي توان دې له منځه يووړل شي چې د ايکولوژيکي چاپېريال د ساتنې او جوړونې په اړه د تصديو توان لوړ شي. ده وويل

((د يانګ ځه سيند د اقتصادي کمربند په جوړونه کې بايد د ايکولوژيکي چاپېريال بيارغونې ته لومړيتوب ور کړل شي او د لويې پيمانې استخراج نه ترسره کېږي. موږ بايد د چيني ملت مور سيند ښه وساتو او زيان خوړونکي استخراج و نه کړو. ستاسو تصدۍ په دې برخه کې لارښوونکي رول لوبولی او هيله لرم چې ستاسو تصدۍ د علمي پرمختګ او دوامدارې ابادۍ په لاره کې مخ په لوړ ولاړ شي. ))

د دريو تنګيو د اوبو بند په سيمه کې رئيس شي جين پينګ د دې پروژې او شاوخوا ايکولوژيکي چاپېريال څخه ليدنې وکړې. د دريو تنګيو د اوبو پروژه په نړۍ کې شهرت لري او تر اوسه په نړۍ کې د اوبو لګولو په اړه تر ټولو لویه پروژه او د اوبو په واسطه د برېښنا توليدولو په اړه تر ټولو پراخې ګټې لرونکې پروژه هم ده. شي جين پينګ وويل، دغه پروژه د چين مهمه وسيله ده او کارګرو پخپله د زخمتکښۍ له لارې دغه پروژه جوړه کړې چې ډېره د خوشحالۍ وړ ده. هغه وويل

((د هېواد مهمې وسيلې بايد تر خپل کنټرول لاندې وي. موږ بايد پخپله د نوښت توان لوړ کړو. که د دريو تنګيو پروژې د جوړونې په وخت کې مو يوازې له نورو هېوادونو څخه تخنيکونه اخلو او که پر نورو باندې ډېره اتکا شوې وای، نو نن ورځ به مو لارښوونکي توان نه درلود. موږ پخپله ستونزې او ننګونې ليرې کړې او نه يوازې د دريو تنګيو د اوبو لګولو پروژې برياليتوب تر لاسه کړی، بلکې يوه ډله وړ کسان مو هم روزلي. زه پر تاسو باندې وياړم او زموږ هېواد د دغه شان توان د لرلو په اړه خوشحاله يم. هيله ده چې موږ په ګډه کوښښونه وکړو او څه دباندې ۱.۳ مليارده چينايان په يووالي توګه د چين هيله عملي او پوره کړي. ))

د ليدنې په وخت کې رئيس شي جين پينګ په بېړۍ کې د يانګ ځه سيند په دواړو غاړو کې د ايکولوژيکي چاپېريال ساتنې او د پرمختګ او جوړونې د حالاتو څارنه وکړه. د اپريل د ۲۶مې نېټې په ماسپښين شي جين پينګ په وو هان ښار کې د يانګ ځه سيند د اقتصادي کمربند د پرمختګ د هڅولو مباحثوي غونډه مشري وکړه او د اړوندو خواوو راپورونه يې واورېدل. هغه وويل د عمومي حالاتو له لحاظه، بايد د دې اقتصادي کمربند پرمختګ پياوړی شي. ده وويل

((بايد د چيني ملت د دايمي ګټو له لحاظه د ايکولوژيکي چاپېريال بيا رغونې ته لومړيتوب ورکول شي او د يانګ ځه سيند اقتصادي کمربند د يو داسې طلايي کمربند په توګه جوړ شي چې ښکلې چاپېريال، هواره ترانسپورټ، همغږي اقتصاد، يووالي بازار او اغېزمن ميکانيزم ولري. ))

د يانګ ځه سيند اقتصادي کمربند د چين له ختيځ، منځني او لوېديځې دريو سيمو څخه تېرېږي چې پکې د شانګهای، جیانګ سو، هو بۍ او هو نان په شمول ۱۱ ولايتونه او سيمې شاملې دي، نفوس او اقتصادي اندازه يې د ټول هېواد ۴۰ سلنه نيسي، نو د پرمختګ ځانګړې وړتيا او ستر پټ ځواک لري.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای