CRI Online

د چين کارګران د نوښت او د دوامدارې جدي روحيې په رڼا کې لويې الوتکې جوړوي.

cri     (GMT+08:00) 2018-05-01 15:21:07


د سي نهه يو نهه نمبر لويه مسافر وړونکې الوتکه د عمده الوتنې کرښې لپاره د لويې الوتکې په ساحه کې د چين ساخت لومړۍ الوتکه ده چې چين يې بشپړ د پوهنې ملکيت حق لري. اوس د سې نهه يو نهه نمبر دوې الوتکې له ازمويښتي الوتلو څخه تېرې شوې دي. د شانګهای د الوتکو په توليدي محدود شرکت کې د سي نهه يو نهه نمبر الوتکې د جوړونې د ګارګاه کارګران هغه دنده پر غاړه لري چې د زرګونو سامانونو ټوټو په تړلو او پيوسته کولو سره يوه لويه الوتکه جوړوي. دوی د نوښت او د دوامدارې جدي روحيې په رڼا کې هر يو سامان په دقيقه توګه مونتاژوي او نړۍ ته د چيني الوتکې د وړاندې کولو لپاره ښه کيفيت او زمينه برابروي.

په يوه ياده الوتکه کې ۷۲۴ لړۍ برېښنايي کرښې، ۲۳۲۸ لړۍ نلونه شته چې د کرښو او نلونو عمده اوږدوالی يې اتيا کيلومترو ته رسېږي، او د سامانونو ټوټو شمېر يې دوه مليونه او پنځه لکو ته رسېږي. د سي نهه يو نهه نمبر الوتکو د مونتاژولو د کارګاه مدير چنګ دا يونګ وويل،

زموږ کارګاه په عمده توګه د سي نهه يو نهه نمبر د لويې الوتکې د سامانونو ټوټو د مونتاژولو او ترميمولو او د اېنجن د کار کولو د ازموينې مهمي دنده پر غاړه لري.

د سامانونو بېلا بېلو ټوټو مونتاژول د الوتکو د توليدي اندازې د تاُمينولو يوه مهمه برخه ده. د دغې الوتکې د مونتاژولو په بهير کې د سر او مال لګښتونو د کمولو او د توليدي مؤثريت د لوړولو لپاره د مصنوعي دماغ او د ډيجيټل حساب په شمول د نوښت دوولس ګروپونه جوړ شوي دي. په ۲۰۱۷م کال کې په ياده کارګاه کې د نوښت څه باندې زر وړانديزونه او د امتيازي حق څليرويشت غوښتنې وړاندې شوې دي. د الوتکې د مونتاژولو د مؤثريت انډول د پخوا په پرتله څلوېښت سلنه لوړ شوی دی.

ښه کيفيت د الوتکې عمر دی، نو په ياده کارګاه کې د سامانونو ټوټو د دقيق مونتاژولو د تاُمينولو لپاره د مسافر وړونکې الوتکې د مونتاژولو د کيفيت عصري اداري سيستم ځای پر ځای شوی دی. همدارنګه، د کارګرو د مؤثريت د ادارې ډيجيټل سيستم هم تاًُسيس شوی دی، تر څو د ډيجيتل اداري وسيلو له لارې دقيقه شمېرنه و شي او وړانديز وړاندې شي. ښاغلي جنګ دا يونګ وويل،

په دې مناسبت چې د يادو سيستمونو له لارې په جلا جلا توګه له سلو نه زيات خطرناک ټکي پيدا شوي دي او د خطرناکو حالاتو د مخنيوي او حل په موخه څه باندې دوه سوه وړانديزونه وړاندې شوي دي، سويې ته د توليداتو د کيفيت د رسېدلو انډول له نهه نوي اعشاريه نهه سلنې څخه لوړ دی.

اوسمهال د الوتکې د مونتاژولو په بهير کې د مصنوعي دماغي کېدو او خود کاره کېدو د تخنيکونو د کارولو انډول ورځ په ورځ لوړېږي. خو د الوتکې د مونتاژولو په بهير کې د ځينو سامانونو ټوټې يوازې په لاس باندې مونتاژېږي. نو دوامداره جدي روحيه په دې بهير کې مهم رول لوبوي. ښاغلي جنګ دا يونګ وويل،

په تېره بيا، زموږ ځينې زاړه تجربه کاره کارګران او مستران له ځوانانو کارګرو سره زياتې مرستې کوي. مثلاً، څنګه په لا ښه توګه دا نل په الوتکه کې مونتاژ کړي. زموږ د دوامدارې جدي روحيې د سي نهه يو نهه نمبر الوتکې د څيړلو او توليدولو بهير پياوړی کړی دی.

په ياده کارګاه کې ۲۵۹کارګران شته، د دوی د دوامدارې جدي روحيې پر بنسټ د سي نهه يو نهه نمبر الوتکې کيفيت تاُمينېږي. په ۲۰۱۸م کال کې دغه ګروپ د چين د کارګرو د ملي ټولنې لخوا د کارګرو مخکښې ډلې په توګه افتخاري لقب تر لاسه کړ. د دغه کارګاه مدير جنګ دا يونګ وويل، چې دوی به په مداومه توګه د امنيت، هوسايي، اقتصاد، د چاپيريال د ساتنې په برخو کې د چين د لويې الوتکې د ښه کيفيت د ساتلو لپاره کوښښ وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای