CRI Online

چين په اسيا کې تر ټولو لوی هغه هېواد دی چې د بهرنيو محصلينو ډېر شمېر لري

cri     (GMT+08:00) 2018-05-15 15:11:05

د چين د ښوونې وزارت يوه تازه شمېرنه خپره کړې چې له مخې يې د ۲۰۱۷ کال تر پايه پورې شاوخوا پنځه لکو بهرنيو محصلينو د زده کړې لپاره د چين پوهنتونونه غوره کړي چې په دې جمله کې له يو کمربند او يوې لارې سره د تړاو لرونکو هېوادونو محصلينو شمېر شاوخوا درې لکه او شل زره تنه وه چې دغه شمېر په چين کې د ټولو بهرنيو محصلينو شمېر په سلو کې شپېته برخه نيولې ده.د بهرنيو محصلينو په زياتوالي سره چين په اسيا په هغه برخه کې تر ټولو لوی هغه هېواد دی چې د بهرنيو محصلينو ډېر شمېر لري.

د دې شمېرنې له مخې په تېر مسلسلو دوو کلونو کې چين ته د تلونکو بهرنيو محصلينو شمېر په سلو کې لس ساتل شوی چې پکې د کوريا له جمهوريت، تايلنډ او پاکستان څخه د راغلو محصلينو شمېر مخکني درې مقامونه نيولي دي.

د چين عنعنوي کلتور او د تاجي په نوم ګونګ فو ډېر بهرني محصلين راجلب کړي او کوي يې.نارويژۍ محصلې اېبي چې د بېجينګ د سپورټ پوهنتون کې د ماستري درجې په تر لاسه کولو بوخته ده او تر ټولو لويه هيله يې ناروې ته تر ستنېدو وروسته د چين د ګونګ فو خپرول دي، وويل(اواز............)اوس په ناروې کې لږ شمېر کسان د ګونګ فو زده کوي او شمېر يې ښايي څو سوه تنه وي .نو هيله لرم په ناروې کې ګونګ فو خپره کړم .خو تر هر څه لومړی بايد په چين کې ماستري درجه تر لاسه کړم او تر هغه وروسته به هغه کار پيل کړم.

د غوره شويو تخصصونو له لحاظه ډېرو بهرنيو محصلينو کلتوري تخصص غوره کړی چې شمېر يې د بهرنيو محصلينو د عمومي شمېر نيمه برخه ده او لومړی مقام يې نيولی دی .د دې ترڅنګ د هغو بهرنيو محصلينو شمېر چې د انجينري او ساينسي علومو، ادارې، کلتور او کرنې په برخه کې تخصص يې انتخاب کړی، په څرګنده توګه زيات شوی چې د زياتوالي منځنی انډول يې په سلو کې له شلو څخه اوښتی دی .سربېره پردې تراوسه د چين د ښوونې وزارت د زده کړې سندونو د منلو په هکله له شپږ څلوېښتو هېوادونو او سيمو سره تړونونه لاسليک کړي چې په دې جمله کې له يو کمربند او يوې لارې سره تړاو لرونکو هېوادونو نيمه برخه نيولې ده. د چين د ښوونې وزارت د نړيوالې همکارۍ او تبادلې څانګې مشر شو تاو وويل چې د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو له خوا د چين د ښوونيز کيفيت منل د اړوند خواوو ترمنځ د تګ راتګ او تبادلې لپاره ګټور دی.هغه وويل (اواز..........)د دغو تړونونو لاسليکول د اړوندو هېوادونو له زده کوونکو او محصلينو سره د تبادلې لپاره ډېر مهم دي.دغه راز په دغو هېوادونو کې زمونږ د محصلينو د زده کړې تر پای ته رسيدو وروسته به د دوی د زده کړې سندونه زمونږ له خوا هم ومنل شي. په عين وخت کې په چين کې د بهرنيو محصلينو له خوا تر لاسه کېدونکي د زده کړې سندونه به هم د منلو وړ وي .د خلکو ترمنځ تبادلې په تېره بيا د زده کوونکو او محصلينو ترمنځ تبادلې زمونږ د نړيوالې همکارۍ کليدي کارونه دي.د پاليسۍ له لحاظه مو دغه لاره هواره کړې ده.

اوس مهال په چين کې د هغو پوهنتونونو شمېر چې بهرني محصلين منلی شي، نهه سوه پنځه دېرشو ته رسيدلي او چين ته د تلونکو بهرنيو محصلينو شمېر له ۱۲۰۰ تنو څخه شاوخوا پنځه لکو ته زيات شوی دی .د هغو هېوادونو او سيمو شمېر چې بهرني محصلين ترې راغلي دي، دوو سوو ته زيات شوي دي . په نورو هېوادونو کې د زده کړې په هکله د دولتي صندوق سرمنشي ليو جينګ هوي وويل چې په راتلونکې کې به چين د بهرنيو محصلينو د ښوونې کيفيت د لوړوالي لپاره لا نورې او زياتې هڅې وکړي .


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای