CRI Online

شي جین پینګ د بواو اسیايي فورم د شورا له رئیس بان کي مون سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2018-05-15 20:36:40

شي جین پینګ د بواو اسیايي فورم د شورا له رئیس بان کي مون سره وکتل

د سین هوا اژانس دخبر له مخې د چین د دولت رئیس شي جین پینګ د روانې میاشتې په ۱۵مه نېټه په ولسي تالار کې د بواو اسیایي فورم د شورا له رئیس بان کي مون سره وکتل.

شي جین پینګ له نوموړي سره په خبرو کې وویل چې بو او اسیایي فورم د دغې پیړۍ په سر کې جوړ شوی او اصلي موخه یې د اسیایي هیوادونو په اتحاد او خپلو هلو ځلو سره په ګډه له ننګونو سره مقابله کول او د اسیا اغیزې لوړول دي. د دغه فورم دنده او مسولیت دا دي چې په اسیا کې اقتصادي یوځای کیدنه پرمخبوزي، په دې سیمه کې د هیوادونو او نړیوالو ترمنځ همکاري او تبادله پیاوړی کړي او ګډې ګټې ترلاسه کړي. د دغه فورم جوړښت او پرمختګ د چین د اصلاحاتو او ورخلاصون له پروسې سره تړل شوی دی.

بان کي مون وویل چې له دغه فورم څخه د چین د ملاتړ له امله مننه کوي. په اوسنیو حالاتو کې دغه فورم باید له نړیوال کیدو او ازاد تجارت څخه د ملاتړ کولو سیګنل خپور کړي او باید د چین له خوا د یو کمربند او یوې لارې وړاندیز په اتکا د اسیا ورخلاصون، نوښت او بهتر پرمختګ پرمخبوزي.

---زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای