د می په ۱۵مه نېټه، د بېجينګ د هوانوردۍ او فضانوردۍ پوهنتون په يو لابراتوار کې د سپوږمۍ ۳۶۵ په نامه ازموينه په بريالۍ توګه پای ته ورسيده او په تړل شوې کوټه کې د انسان د ژوند په هکله نوی نړيوال رکارډ جوړ شو. د معلوماتو له مخې، دغه ازموينه د ۲۰۱۷ کال د می په ۱۰مه نېټه پيل شوه او مجموعاً پرې ۳۷۰ ورځې لګول شوې. ازموينه دا وه چې د دې پوهنتون ۸ زده کوونکي لومړی په ۲ ډلو ويشل شوي، او په نوبت سره يې په دې کوټه کې ۳۷۰ ورځې تيرې کړې چې د دوهم ټيم زده کوونکو پکې ۲۰۰ ورځې تېرې کړې چې دغه ريکارډ د نوي نړيوال ريکارډ په توګه پېژندل شوی چې پخوانی ريکارډ يې د روسانو لخوا جوړ شوی و.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |