د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې د اصلاحاتو او ورخلاصون د تګلارې د پلي کېدو له ۴۰ کلونو راهيسې په چين کې اقتصادي عجايب جوړ کړي دي.د چين د وارداتو د پراخوالي له امله نه يوازې لوړ کيفيت لرونکي ژوند په اړه د چينايانو اړتياوې پوره شوې دي بلکې د نړيوالې سوداګرۍ د سمسورتيا لپاره يې هم لازيات خدمتونه کړي او د نړيوال اقتصاد د بيا برابرۍ لپاره يې ښه رول لوبولی دی.
د نړيوال بانک د شمېرنې له مخې له ۲۰۱۱ کال څخه تر ۲۰۱۶کال پورې د چين له خوا د وارد شويو مالونو او د خدمتونو عمومي ارزښت په نړيوال وارداتي بازار کې د عمومي ارزښت له ۸.۴ سلنې څخه ۹.۷ سلنې ته لوړ شوی دی.د چين وارداتي اړتياوې په چټکې سره زياتې شوي چې د نړيوالې سوداګرۍ د سمسورتيا لپاره يې لالوی خدمتونه کړي او د نړيوال اقتصاد بيا برابري يې پرمخبيولی ده.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |