CRI Online

د شينجيانګ د علا غر بندر د ورېښمو د نوې لارې د اقتصادي کمربند او د اسيايي او اروپايي د دوهم ځمکني پل يو مهم تمځای دی

cri     (GMT+08:00) 2018-06-03 21:03:21

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د شينجيانګ د علا غر بندر د چين او قزاقستان ترمنځ سرحدي بندر دی، او نه يوازې د چين له هغو ځمکنيو بندرونو څخه يو دی چې د تګ راتګ مالونه يې ډېر زيات دي، بلکې د چين يوازينی ځمکنی بندري ښار دی چې پکې د اوسپنيزو لارو، سړکونو، نل ليکو او الوتکو په شمول ۴ ترانسپورټي لارې شتون لري.

د علا غر ښار د شينجيانګ يوازينی ښارګوټی دی چې عمده صنعت يې بهرنۍ سوداګري ده. د ۱۹۹۲ کال د دسمبر په لومړۍ نېټه، د دولتي شورا له خوا تر منظورۍ وروسته د علا غر د اوسپنيزو لارو بندر پرانيستل شو.

د مهم جغرافيايي امتياز له امله د علا غر د ورېښمو د نوې لارې د اقتصادي کمربند او د اسيايي او اروپايي دوهم ځمکني پل يو مهم تمځای ګرځېدلی دی او له منځنۍ اسيا، لويديځې اسيا او اروپا سره د چين د اقتصادي او سوداګريز تګ راتګ په پرمختګ کې يې مهم رول لوبولی او کوي يې.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای