CRI Online

د چين او عربي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ په رڼا کې په منځني ختيځ کې د ورېښمو الکترونيکې لار د سمسورېدو په حال کې ده

cri     (GMT+08:00) 2018-07-10 16:03:48

د سعودي عربستان په رياض کې د جوليچيک په نوم د الکترونيکي سوداګريزو چارو شرکت په ګدام کې کارګر کار کوي.

په سعودي عربستان کې د انټرنيټ له لارې د شيانو اخيستلو د يادولو په وخت کې د جوليچيک په نامه يوه ويبپاڼه د ځايي خلکو لخوا ډيره ياديږي. نوموړې ويبپاڼه د چين د يو شرکت لخوا جوړه شوې او په سعودي عربستان کې ډېر شهرت لري. د بنسټيزو تاسيساتو او انرژۍ په شمول د عنعنوي همکاريو پرته، الترونيکې سوداګريزې چارې د چين او منځني ختيځ د تصديو ترمنځ همکارۍ د سمسورتيا په حال کې دي.

چيني کارکوونکې له ځايي کارکوونکو سره د خبرو په حال کې ده

 په ګدام کې کارګر کار کوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای