د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، په م م کې د چين دايمي استازي ما جاو شوی پر ځايي وخت د جولای په ۱۰مه نېټه په نيويارک کې د ۲۰۱۸ کال د م م د دواملرونکي پرمختګ د لوړ پوړي سياسي فورم په يوه فرعي غونډه کې وويل چې بېلا بېل هېوادونه بايد د څو اړخيزې غوښتنې او د څو اړخيز سوداګريز ميکانيزم او اصولو ګډ ملاتړ وکړي.
په همدې ورځ د چين د فلکلوري سازمان د نړيوال تګ راتګ د هڅونې ټولنې او د امريکا د ميرسي کورپس ډلې په نيويارک کې تر دې عنوان لاندې يو سمينار تر سره کړ چې چين د دواملرونکي پرمختګ پر هدف د نړيوالو ملګرو په اړيکو کې څه رول لوبوي؟ ما جاو شوي په بلنې سره په دې سمينار کې ګډون کړی و او د خپلې وينا په ترڅ کې يې وويل چې چين د تر ټولو لوی پرمختيايي هېواد په توګه تل پرمختګ ته لومړيتوب ورکوي. چين د ۲۰۳۰ کال اجنډا، ديارلسم پنځه کلن پلان او په منځنۍ او اوږده موده کې د هېواد د پرمختګ ستراتيژۍ په ګډه عملي کوي چې د اقتصاد، سياست، کولتور، ټولنې او ايکلوژيکي چاپيريال د ابادۍ هڅونه يې کړې او کوي يي. چين د يو کمربند او يوې لارې تر پلان لاندې د نړيوالې همکارۍ او په دې لاين کې د اړوندو هېوادونو د دواملرونکي پرمختګ هڅونه کړی او کوي يې. د يو کمربند او يوې لارې وړانديز او د ۲۰۳۰ کال اجنډا به په يو ځايي ډول د نړيوال پرمختګ د همکارۍ چارې پرمخبوزي.
ژباړونکې: ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |