د چين د سوداګرۍ وزارت د بهرني تجارت د څانګې مسؤل د جولای په اوولسمه نېټه په بېجينګ کې خبر ورکړ چې د سږ کال په لومړۍ نيمايي کې د يو کمربند او يوې لارې پر اوږدو د ځينو هېوادونو او د بريکس هېوادونو په شمول له تازه سمسورو بازارونو څخه د چين واردات د چټک پرمختګ په حال کې وو. همدارنګه، په لومړۍ ربعه کې په نړيوالو وارداتو کې د چين د وارداتو خدمتي انډول ۱۳.۲٪ ته رسېدلی دی.
څو ورځې مخکې د چين د ګمرک عمومي ادارې يوه تازه شمېرنه خپره کړه چې له مخې يې د سږ کال په لومړۍ نيمايي کې د چين د وارداتو او صادراتو عمومي حجم ۱.۴۱۲ مليارډو يوانو ته رسېدلی چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۷.۹٪ زيات شوی دی. له دې جملې څخه د صادراتي زياتوالي انډول ۴.۹٪ ، د وارداتي زياتوالي انډول ۱۱.۵٪ او د مثبت توازن د کمښت انډول ۲۶.۷٪ و. د ياد رياست مرستيال سونګ شيان ماو وويل، چې د سږ کال د دوهمې ربعې شمېرنه د سوداګرۍ نړيوال سازمان لخوا نه ده خپره شوې، خو د لومړۍ ربعې له شمېرنې څخه مالومېږي چې د چين بهرني تجارت د نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا لپاره خدمت کړی دی. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |