CRI Online

د روان کال په لومړۍ نيمايي کې په بهرنيو هېوادونو کې د چين پانګونې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۸.۷٪ زياتې دي

cri     (GMT+08:00) 2018-07-18 16:00:36

د چين د سوداګرۍ وزارت لخوا د جولای په ۱۷ مه نېټه خپره شوې شمېرنه ښيي، چې د روان کال په لومړۍ نيمايي کې چيني پانګوالو د نړۍ د۱۵۱ هېوادونو او سيمو په ۳۶۱۷ تصديو کې غير پولي او مستقيمې پانګونې کړې دي چې عمومي ارزښت يې ۵۷ مليارډه او ۱۸۰ مليونه ډالرو ته رسيدلی او د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۸.۷٪ زيات دی. ويل کيږي چې په بهرنيو هېوادونو کې د چين پانګونې په عمومي توګه فعالې ساتل شوې دي.

د چين د سوداګرۍ وزارت د همکاريو چارو ادارې تجارتي مستشار هان يونګ د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې په بهرنيو هېوادونو کې د چين د پانګونو په اړه وويل، چې په بهرنيو هېوادونو کې د چين پانګونو او همکاريو عموماً په ثابته او سالمه توګه پرمختګ کړی دی. له دې جملې څخه د يوه کمربند او يوې لارې پر غاړه پرتو هېوادونو کې د چين پانګيزې پروژې په ښه توګه روانې دي او عمومي پانګه يې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۲٪ زياته ده. دغه راز د چيني پانګونو ډولونه نوي شوي چې په دې جمله کې له بهرنيو تصديو سره يو ځای کېدل او د بهرنيو تصديو پيرودل عمده شکل دی. ښاغلي هان يونګ وويل:

((د روان کال په لومړۍ نيمايي کې په بهرنيو هېوادونو کې د چين د پانګونو نوي ډولونه رامنځته شوي، مثلا ګرين فيلډ پانګونه (Green field Investment) يعنې چيني پانګوالو د بهرنيو هېوادونو د قوانينو له مخې په دغو هېوادونو کې نوي تصدۍ جوړې کړې چې ټولې يا ځينې ونډې يې له بهرنيو پانګوالو سره اړه لري. له بهرنيو تصديو سره يوځای کېدنه او اخيستنه، ګډه پانګونه ، مادي پانګونه او داسې نور. د نړۍ په ۴۱ بهرنيو هېوادونو او سيمو کې د چيني پانګوالو لخوا له بهرنيو تصديو سره د يوځای کېدو او د بهرنيو تصديو د پيرودلو په اړه ۱۴۰ پروګرامونه ترسره شوي چې د ملي اقتصاد د ۱۶ ډول چارو اړوند دي او زياتره يې د توليد او د کانونو د استخراج په چارو پورې اړه لري.))

د تېر کال له پای وروسته چې چين په بهرنيو هېوادونو کې د چيني پانګوالو د پانګونو نظارت او اداره پياوړې کړې، په دغو پانګونو کې ښه والی رامنځته شوی. ښاغلي هان يونګ په دې اړه وويل، د روان کال په لومړۍ نيمايي کې په بهرنيو هېوادونو کې د چيني پانګونې په عمده توګه د کرايې او سوداګرۍ خدمت، توليد، د کانونو استخراج، عمده فروشي او پرچون خرڅلاو په چارو کې ترسره شوې، خو په غيرمنقوله شتمنۍ ، سپورټي او تفريحي چارو کې نوې پانګيزې پروژې نه درلودې، د د پټو سترګو پانګونو مخه نيول شوې ده.))

شمېرنه دا هم ښيي چې چيني تصديو په ۴۶ هېوادونو کې لويې اقتصادي او سوداګريزې همکاريزې سيمې جوړې کړې چې عمومي پانګه يې ۳۴ مليارډ او ۸۷۰ مليونه ډالرو ته رسيدلې او له امله يې ۲۸۰ زرو کسانو ته کار پيدا شوی. له دې جملې څخه د يو کمربند او يوې لارې پر غاړه پرتو هېوادونو کې د اقتصادي او سوداګريزو همکاريزو سيمو د جوړولو پانګه په بهرنيو هېوادونو کې د چين د ټولو پانګو کې نږدې ۹۰ ٪ جوړوي.

هان يونګ همدارنګه له ځينو هېوادونو سره د چين د سوداګريز اصطکاک د اغېزو په هکله وويل:

((موږ ته دا معلومه شوې چې د ځينو هېوادونو لخوا د پانګونې او سوداګرۍ ساتونکې غوښتنه لوړه شوې،دا ښايي پر تصديو منفي اغېزې ولري. خو زما په اند چيني تصدۍ په بهرنيو هېوادونو کې د پانګونو په برخه کې ډېرې هوښيارې دي او د رښتيني وضعيت له مخې به خپل پلانونه تظيم کړي. د روان کال په لومړۍ نيمايي کې که څه هم د يو کمربند او يوې لارې د جوړولو پانګه زياته نه وه، خو د زياتوالي سرعت يې ثابت و،له دې څخه څرګنديږي چې د يوه کمربند او يوې لارې پر غاړه پرتو هېوادونو کې د چين پانګونې کال په کال زياتيږي. دغه راز چيني تصدۍ هڅه کوي چې په پرمختللو هېوادونو کې له شته حنډونو سره ځان برابر کړي او د چين حکومت هم د نورو هېوادونو حکومتونه هڅوي چې چيني پانګوالو ته شفاف او عادلانه چاپيريال برابر کړي.))

هان يونګ د روان کال د دوهمې نيمايي د کارونو په هکله وويل:

((موږ به پرمختګ وهڅوو او د دې ترڅنګ به د خطرونو مخه ونيسو. موږ غواړو چې د اړوندو تصديو لخوا د بهرنيو پانګونو په اړه د رپوټونو د وړاندې کولو ميکانيزم لابشپړ کړو. له دغو رپوټونو څخه به موږ معلومات ترلاسه کړو، له دې سره به نظارت او څارنه پيل کړو او تصديو ته به د ستونزو د حل لپاره مرستې برابرې کړو.))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای